ميدان وردګ ولايت کې له ښوونکو ازموينه واخستل شوه.


په میدان وردګو ولایت د نویو ښوونکو په دندو د ګمارلو په موخه په مرکز میدان ښار کې د پنځوسو ښځینو  په ګډون له شپږ سوو تنو څخه،چې په کې د پوهنځیو،د ښوونکو د روزنیز مرکز او دولسم ټولګیو فارغین وو، د ازادې سیالۍ په ترڅ کې ازموینه واخیستل شوه .
د دغه ازموینې د اخیستلو پرمهال د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق وویل: د روان کال په ترڅ کې به د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د شاوخوا څلور سوه ښځینه ښوونکو په ګډون دولس سوه نوي ښوونکې په دنده وګماري .