
د سیند په غاړه په یوه ډبره
ناسته وم ، د سیند څپو مې په ذهن کې د پوښتنو څپې راپارولې.
ما له ځان سره ویل:
کاشکې ذغه څپاند سیند ما ته د
خپل زړه درد په نښه کړي، کاشکې راته وایي چې ولې یې زړه دومره له جذبو ډک دی.
کاشکې راته وایي چې څه مقصد او مرام لري چې دومره په تلوسه څپې وهي او ځان خپل
منزل ته رسوي.
زما په ذهن کې د دغو پوښتنو
انګازې وې او ویل مې :
کاشکې دغه سیند ژبه درلودلای!
د دغه کاشکې سره شم چې د سیند
له څپو نه اواز پورته شو او داسې یې وویل:
زما مقصد اومرام خپل جانان ( اقیانوس)
ته رسېدل او
د هغه په مینه ناک زړه کې څپې وهل او د هغه سره ژوند یو ځای تېرول. زرګونه کاله
کېږي چې زه دغه لاره په ډېره مینه پیاده کوم او باور لرم چې زه به مې خپل جانان ته
رسېږم.
هر څوک که خلکو پرې پرې کړم،
زما لاره یې بدله نه کړه ، زما د وجود حصې یې په موجونو ، ګودالانو او څاګانو کې
یې واچولې ، مګر بیا هم ما له خپل هدف نه سرغړونه و نه کړه ما خپله لاره او خپل
هدف پرې نه ښوده.
ما د بد غوښتنې او ځان غوښتنې
حس خپلو
څپو په ژوند ژورو کې ښخ کړ.
زه حسد، بخل او کینه نه پېژنم او هر څه له
خپله فیضه اوبوم. زه د خپل استقامت او ارادې په ځواک او لطیفو څاڅکو په واسطه د
لوړو غرونو زړنو سورې کوم او خپل ځان ته مې لاره پیدا کوم.
تېږې په ریګونو اړوم ، د دښتو خړې او او سپرې څېرې
په خپلو پاکو او رڼو اوبو مینځم.
دغه توره او پلنه تېږه چې ته
همدا اوس پرې ناسته یې او ماته ګورې دغه مې د غره له ډډې راشکولې او له ځان سره راوړې ده.
ایا دغه زما د غښتلټوب او
پیاړوتوب نښې نه دي!؟
دغه هغه اوازونه دي چې زما په
زړه کې څپې وهي.
نو ته هم پورته شه او د ژوند
په لاره کې یې عملی کړه.
ژباړه : کاینات سعادت