پښتونستان : د افغانستان او پاکستان د نجات لار

   From Rambold : Pickledpolitics.com
که هرڅومره هڅه وکړو، چې د افغانستان او پاکستان پر حالاتو پرده واچوو ، بيا هم دا دواړه هېوادونه سم دم په کورنۍ جګړو کې ښکېل دي .
په افغانستان کې ، حالت تر دې ډېر خراب دي ، چې موجوده بهرني ځواکونه او ورسره مل افغان پوځ وکولای شي د طالبانو او القاعده پاتې شوني له منځه يوسي . په پاکستان کې په لسګونو زره پاکستاني سرتېري ، چې مورال يې له لاسه ورکړی او تر منظمو بريدونو لاندې دي ، له القاعده ، سيمه ييزو قبايلو او فراري طالبانو سره په جګړه بوخت دي . د دواړو هېوادونو حکومتونه د عين خلکو په وړاندې جنګيږي : له پښتنو سره .
پښتانه زياتره په افغانستان او د پاکستان په صوبه سرحد ( شمال لوېديځه سرحدي صوبه ) کې اوسيږي . زما وړانديز دا دی ( البته دا وړانديز بېخي نوی نه دی ) ، چې د پښتنو داسې يو هېواد ، چې د پاکستان له صوبه سرحد او د افغانستان له لويې برخې څخه به جوړوي ، رامنځته شي .
په جنوبي اسيا کې تجزيه مغلق تاريخ لري ، خو بايد وويل شي دا چې پښتانه ولې خپل ځانګړی هېواد نه لري دليل يې دا دی ، چې د سترې لوبې پر مهال روسانو او انګرېزانو د پښتنو هېواد د يوه حايل دولت ( بفر سټېت ) د جوړښت په موخه سره ووېشه .
يوپښتون هېوادبه لکه ډېر چې اندېښنه ترې لري ، د طالبانو او بن لادن په سټايل اوتوپي ( تخيلي هېواد ) به نه وي . ډېر پښتانه ، چې اوسنی افغان ولس مشر يې هم له ډلې څخه دی ، د طالبانو مخالفين دي . اوس مهال د افراطي پښتنو د برلاسۍ اصلي لامل د دوی په پلرني هېواد کې د پاکستان او بهرنيو پوځونو موجوديت دی ، چې دوی د ديوه تېري په سترګه ورته ګوري .
که چېرې د پښتونستان جوړښت تحقق ومومي ، نو جګړه غوښتونکي پښتانه به خپل ملاتړ ځکه له لاسه ورکړي ، چې د بهرنيو ځواکونو په نشتوالي کې به د جګړې لپاره هېڅ دليل نه وی پاتې . اکثره پښتانه د نورو خلکو په څېر سوله ییز خلک دي ، فقط غواړي دوی ته اجازه ورکړل شي هغسې ژوند وکړي ، چې دوی ته وړ ښکاري .
د دغه وړانديز په وړاندې ډېر اعتراضونه شته : يو داچې د افغانستان او پاکستان حکومتونه نه غواړي نور خلک او ځمکه له لاسه ورکړي ، لکه څنګه چې پاکستان په 1971 کې ترې زيانمن شو . د پښتونستان پېشنهادي سيمه طبيعي زېرمې او باارزښته تجارتي لارې لري ؛ امريکا لا هم هڅه کوي ، چې اسامه بن لادن او نور مهم ترهګر ونيسي ، که چېرې دوی په پښتونستان کې پټ شي امريکا به هېڅکله بريالۍ نه شي دوی ونيسي او يا يې ووژني ؛ ډېر پښتانه له پېشنهادي سيمو څخه بهر اوسيږي ، نو د تجزيې پرمهال به د پښتنو او غير پښتنو تر منځ تاو تريخوالی رامنځته شي .
پورتنۍ اندېښنې ټولې د پوهېدو وړ دي ، خو د ټولو لپاره د حل اغېزمنې لارې هم شته :
د افغانستان او پاکستان حکومتونه به اړوي ، چې ځمکې له لاسه ورکړي ، لېکن پر ځای به يې دوی ډېر مظبوط هېوادونه ، چې پولې به يې په آسانۍ سره ددفاع وړ وي ، ولري ، نه دا چې په دوامدارو کورنيو جګړو کې اخته اوسي .
پښتانه به دادرک کړي ، چې د دوی يوه برخه عايدات له تجارتي لارو څخه لاسته راځي ، په دې توګه به دوی علاقه ولري ، چې دغه لارې پرانيستي وساتي .
که چېرې د سولې بيه په سيمه کې د يو څو تنو مجرميونو ژغورنه وي ، پرېږده چې هغوی آزاد وي . لږترلږه به دوی په کوم بیل هېواد کې خو ستونزې نه جوړوي .
پښتانه به دا اختيار ولري ، چې پښتونستان ته ورکډه کيږي يا نه . هغوی ، چې په خپلو سيمو کې پاتې کيږي دا به بیخي نورمال او عادي خبره وګڼل شي . دا خبره ډېره له احتمال څخه لرې ده ، چې موږ د هغه ډول تاو تريخوالي شاهدان اوسو لکه د هندوستان او پاکستان تر منځ د مهاجرتونو پر مهال چې رامنځته شوي وو ، ځکه چې هغه تاو تريخوالي مذهبي ريښې او عوامل درلودل ، حال دا چې پښتانه ټول مسلمانان دي . ښايي يو څه تشنج رامنځته شي ، مګر هېڅکله به د اړودوړ کچې ته ونه رسيږي . که چېرې پښتانه د پاکستان له پوځ سره په اوسني شکل جګړې ته دوام ورکړي ، تر هغې به زيات اړودوړ رامنځته شي .
پښتونستان به امريکې او انګرېزانو ته دا موقع ورکړي ، چې پاتې افغانستان په آسانۍ سره متحد او راټينګ کړي . تر ټولو مهمه دا ده ، چې د پښتونستان جوړېدل به هغه ګواښ ډېرراکم کړي ، چې ښايي د پاکستان اتومي زېرمه تون د نامطمنه اسلامپالو لاسو ته وغورځي .
د پښتونستان په جوړېدو سره به پښتانه هم خوشاله وي ، ځکه دوی به د خپل هېواد څښتن وي او هغوی چې په پخوانيو هېوادونو کې پاتې کيږي ، دوی به مجبوروي چې د کوربه هېواد په وړاندې خپله وفاداري ثابته کړي .
کورنۍ جګړه تر ټولو جګړو ډېره ورانوونکې ده ، ځکه د واحدو ولسونو د وېش او تجزيې لامل ګرځي . د پښتونستان رامنځته کېدل به همدغې پروسې ته د پای ټکی کېږدي .