په اسټراليا کې افغان اوښباڼه


د اسټراليا د سېډني په ښار کې د يوه نندارتون په ترڅ کې د هغو هېرو شويواوښباڼو ( اوښ چلوونکو ) ياد ولمانځل شو  ، چې په نولسمه پېړۍ کې يې د دغه لوی هېواد مرکزي دښتې د تمدن پرمخ پرانيستلې .
په نولسمه  پېړۍ کې شاوخوا 2000 اوښ باڼه له 15000 اوښانو سره له افغانستان او شمالي هندوستان څخه اسټرالياته راغلل اوله خپلو اوښانو سره يې  د اسټراليا باکره او ناسپړل شوې ځمکې وسپړلې او دغه هېواد ته يې له نورې نړۍ څخه  مهاجرتونه وهڅول . د ( د هېواد مخکښان : اسټراليايي مسلمان اوښباڼه ) په نامه نندارتون يوه مسوول کس  وويل ، چې د اسټراليا د دغو خادمانو هغه قدرداني  نه ده شوې ، چې دوی يې وړتيا درلوده .  دنندارتون متصدي فليپ جانز وايي ، چې دغو اوښ چلوونکو کابو په اکثرو هغو سفرونو او لېږد رالېږد کې برخه اخېسته ، چی د اسټراليا په ناپېژندل شويو سيموکې تر سره کېدل . دوی له خپلو دغو سفرونو سره د اسټراليا په اقتصادي او کلتوري وده کې رغنده برخه واخېسته .
مسلمانو اوښباڼو د اسټراليا په موندنو او سپړنو کې ډېره اتلولي وښوده او دهغه وخت ياددښتونه ښيي ، چې دوی ډېر ځله د لومړنيو موندونکو يا کاشفينو په توګه دنده ترسره کړې ده .
د نندارتون په يوه ياددښت کې راغلي  : مسلمانو مخکښانو دشتې راوسپړلې ، د ساحلي او مرکزي ښارونو تر منځ ، همدارنګه د معدنونونو ، بندرونو او رېل سټېشنونو تر منځ يې د ارتباط او لېږد رالېږد لارې پرانيستلې .
ځينې اوښباڼه د کار له پای ته رسېدو څخه بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شول ، خو ځينې نور بيا هورې پاتې شول ، ودونه يې وکړل ، خپلې ټولنې او جوماتونه يې جوړکړل او خپل ماشومان يې په اسلامي عقيده وروزل .
ښاغلي جانز وايي ، چې مسلمانان دغه هېواد ته راغلل او خپله وينه ، اوښکې او خولې يې وښندل   . د ده په وينا د نندارتون موخه دا ده ، چې خلک د اسټراليا او سويلي اسيا د هېوادونو تر منځ له ژورو اړيکو څخه خبر کړي .
درې اوښ جلوونکي ( کيڼ لا ته افغان ) ، سېډني 1912