
له پخوا څخه د عامو خلکو په ذهن کې دا ناست دي چې په خوړو پسې باید یخې اوبه ونه
څښل شي، د زیان په اړه یې بېلابېل سببونه یادوي.
په دې ورستیو کې د تجربو په اساس دقیق ښودل شوې چې له خوړو وروسته یخې اوبه څښل
کوم زیان نه رامنځته کوي او د روغتیا لپاره کوم ګواښ نه دی.
لکه پخوانیو خلکو به ویل چې د ګرمو خوړونه وروسته که یخې اوبه وڅښل شي، په بدن کې
د سرطان ناروغي پیدا کوي، همدا راز له خوړو ورسته د یخو اوبو څښل انسان په تبرکلوز
او ډېرو نورو ناروغیو اخته کوي.
پخوا به دا هم خلکو ویل چې که په ګرمو او غوړو خوړو پسې یخې اوبه وڅښل شي، غوړ په
موم او بالاخره موم په کلکه ټوټه بدلېږي؛ خو په کلمبیا کې د مایو روغتون او د
کلمبیا طبي پوهنتون له خوا تر سره شوې څېړنې له پخوا څخه راپاتې دغه بې بنسټه
ادعاوې په شته شواهدو سره ردوي او ټینګار کوي، که په خوړو پسې اوبه وڅښل شي، د
هاضمې له سیستم سره ډېره مرسته کوي، په بدن کې به مو خواړه ښه هضم او ژر جزب شي.
څېړنې ښودلې چې نه یوازې اوبه ورسره ټول هغه مایعات چې خوړل کېږي، په بدن کې د
کلکو خوړو په مېده کولو کې ډېر موثر تمامېږي.
که غواړئ چې بدن مو د مقاومت درلودونکی وي او د کار کولو ښه وړتیا ولرئ، د زیاتو
اوبو لرونکو مېوو او سبزیجاتو او د هغو اوبو دانو او تنو څخه ډېره استفاده وکړئ.
د کلمبیا د طبي پوهنتون څېړونکي وایي: له خوړو وروسته یو ګیلاس اوبه وڅښئ که یې
خوند در کړ، نو خپل عادت یې وګرځوی او هر ځل له خوړلو وروسته یې نوشي جان کړئ.
که له دې لارې ستاسې د بدن شل سلنه اوبه جذب شي، ستاسې د بدن دوه لیتره اوبه پوره
کوي چې وجود به مو ورسره سالم پاتې شي.
که د میوو اوبه څښل درته په زړه پورې وي او ډېر خوند ترې اخلئ پېسې پرې ورکې نه دي، نو هره ورځ له له لسو نه تر
پنځه لسو دانو میو اوبه وڅښئ.
یخې اوبه همدراز ډېرې نورې ګټې هم لري، لکه د بدن د حرارت د درجې را ټیټول، په
ګرمۍ په مقابل کې مقاومت، د ښه سپورټ د ترسره کولو لپاره انرژي، د سردردی په وخت
او یا هم د تبې د له منځه تللو لپاره یخې اوبه کافي دارو هم کېدای شي.
نو له دې څېړنو وروسته باید د یخو اوبو په واسطه د بدن د سالم ساتلو کوښښ وکړو.