
شه مبارک دی ، نوئ کال افغانهله خدای دی تل غواړم خوشال افغانه تیرکال خوتیرشو،ځانته ونیسه اوسدانوئ کال دی په نیک فال افغانه چی ھمداکال،زمونږدسولی کال شيخدای ته مُدام کوه ، داسوال افغانه ھوښیاره اوسه ، بی تدبیره نه شیمُدام دی لوړلره ، مورال افغانه پردي به ووزي،داوطن به ستاشيکامل به ستاشي ، استقلال افغانه بیانوتوپک پریږده،قلم راواخلهځان په قلم کړه،ښه سمبال افغانه که پرمختګ غواړی،کتاب ووایهله کتاب زده کړه استدلال افغانه نوردپردیوخیراتونه ھیرکړهپردئ خیرات لري،جنجال افغانه ددښمن ھرسوغات حرام وګڼهپخپل وطن کی خوره حلال افغانه زمونږوطن ټول،له کانونوډک دیخوغواړی ستانه ،لږکمال افغانه ھرڅه پریمان پخپل وطن کی لروخوغواړي چل داستعمال، افغانه دجنګ دلاسه سوړ،سپیره وطن تهپخپل زحمت راوړه جمال افغانه اوس دجګړی په ضدقیام شروع کړهجوړشه جګړی ته سترزوال افغانه پخپل ملي وحدت دی بیاژوندئ کړهد پلارنیکه دوخت جلال افغانه الحاج الھام الدین قیاموالدورف/جرمنی۰۲/۰۱/۲۰۱۴