بادبان

لمر د غروب په پړوني کې ځان تاوو کړ او د شفق په سره دښته کې ویده شو. باد د شپې ټیکري پیڅکه په اسمان کې خوره کړه. ستوري هم ورو ورو رالټېدل او ځانونو ته یې ځایونه لټول. ما د طبعیت دا خیالي نندارې څارلې، هر بدلون په خپل ځای زړه راکښونکی و.
په هر څه کې بدلون اوحرکت، ژوند هم له دې بدلونو نه په امن کې نه دی پاتې. هغه وخت مې چې ته نه پیژندې ستا د نه درلودلو درد او یادیدل سره هم نه اشنا وم او نه مې هم د کومې کمۍ احساس درلوده.
ته مې ژوند ته راغلې، ژوند مې شوې، زما روح دې لمس کړ او خپل دې کړ. چې تر څنګ مې نه یې د ژوند یوه ډیره وړه شېبه هم راته نیمګړي ښکاري. ته راغلې او هر سرحد دې مات کړ، خوبونه او خیالونه مې دې خپل کړل. زه اوس د بېړۍ هغه بادبان ته ورته یم چې ستا د روح باد یې مسیر او منزل ورته ټاکي...

19.02.2014