د مین زړګی غږ

 


نه نشه یم نه خـــمار
دیار مینی کړم بیمار
لاس په نام ورته ولاړوم
چی راتـــلله هر سهار
د اشنا لــــه نا کردو نه
ګریوان څیری تار په تار
رنځور زړه راته ژړیږی
هسی پروت دی په انګار
مـــا به تل هغه لیــــدله
چې به نجونې شوې قطار
سترګې سرې هسکه یې غاړه
لنډ کمیس تنګ یې پیزار
په ګودر به شورما شور شو
منګی مات به شول بیشمار
چا به ویل صبور زما دی
چا به کـــــړو ورته ازار
کابل آریانا نیوز ۱۳ـ۱۲ـ۱۳۹۲