دټاکنو له بهيره دسوله ييز رپوټ ورکولو په تړاو درې ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسيد

دټاکنو له بهيره د سوله ييز رپوټ ورکولو په تړاو درې ورځنۍ ورکشاپ ،چې د خوست ټولنيز او رسنيز مرکز ميديوتيک له لوري رابلل شوې وه نن ورځ په داسې مهال پای ته ورسيد، چې دپای په مراسمو کې يې دخوست ولايت دټاکنو دخپلواک کميسيون مشر محمد شفيق وفا، داطلاعات او کلتور ريس محمدامين شاه الفت ، دمدني ټولنې فعالينو او د محلي، ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو ګډون کړی و.
ددې ورکشاپ دپای دمراسمو په لومړيو کې دخوست ټولنيز او رسنيز مرکزميديوتيک  مشر فاروق جان منګل په ټوليز ډول دميديوتيک په فعاليتونو او په ځانګړي ډول دټاکنو له بهيره د سوله ييز رپوټ ورکولو په تړاو څرګندونې وکړې.
نوموړي وويل ، افغانستان دامهال له يوې حساسې شيبې څخه تيريږي او داچې موږ په مخ کې دولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو  ټاکنې لرو، نو دا به دافغانانو د سرنوشت په ټاکنه کې مهم او کليدي رول ولوبوي او په دغه بهير کې دژورناليستانو او درسنيو رول له فوق العاده اهميت څخه برخورداره دی.
دسرچينې په وينا، داچې يوشمېر رسنۍ له ځانګړو کانديدانو ملاتړ کوي او يا هم داسې رسنۍ شته ، چې دژورناليزم له وصولو پښه اړوي او ددوی دغه کړنه دتاوتريخوالي او خشونت لامل ګرځي  نو همدې ستونزو ته  په کتو ميديوتيک افغانستان وپتيله ترڅو دسولې دژورناليزم او همدارنګه له ټولټاکنو دسوله ييز رپوټ ورکولو  په تړاو دهېواد په کچه په اړوند برخه کې دژورناليستانو دظرفيت لوړونې لپاره برنامې پلې کړي او دوی ته وښودل شول ،چې څه ډول کولای شي، ترڅو دټاکنو له بهيره سوله ييز رپوټ ورکړي.
ورپسې په خوست کې دټاکنو دخپلواک کميسيون مشر محمدشفيق وفا خبرې وکړې او دټاکنو په بهير کې يې دژورناليستانو پر رول ټينګار وکړ.
نوموړي وويل، سره ددې ،چې رسنيو په تېر کې هم له دوی سره هراړخيزه مرسته کړې خو خبريالانو په ځانګړي توګه دسيمه ييزو رسنيو مسوولينو او کارکونکو ته بايده دي، چې دخلکو په منځ کې دعامه پوهاوي په برخه کې لازياتې هلې ځلې وکړي ترڅو خلک دې ته رواداره شي، چې د رايې ورکولو کارتونه واخلي او خپلې رايې دخوښې وړ کانديد ته وکاروي.
ښاغلي وفا وويل ، دوی به درسنيو کارکونکو او خبريالانو ته هغومره زمينه مساعده کړي ترڅو دناظر او څارونکي دنده ترسره کړي څومره ،چې قانون دوی ته اجازه ورکړې ده.
سرچينې دراتلونکو ټاکنو په اړه وويل، چې دوی به هڅه وکړي، چې په دغو ټاکنو کې د درغليو مخه په بشپړه توګه سره ونيسي ترڅو رڼې او شفافې ټاکنې ترسره شي.
وروسته دخوست ولايت داطلاعات او کلتور ريس محمد امين شاه الفت خبرې وکړې او له ميديوتيک يې مننه وکړه ، چې تل يې داړينو او مهمو مسايلو په تړاو دخبريالانو لپاره برنامې جوړې کړې دي.
نوموړي وويل، په ټاکنو کې دخلکو دونډې دډيروالي، عام خلک ټاکنو ته د هڅونې او ددې پروسې څخه دمعلوماتو د ترلاسه کونې لپاره عامه پوهاوی خورا مهم او اړين دی، چې د ټولنې دنورو قشرونو په پرتله رسنۍ او خبريالان دغه کار په ډيره اساسي او بنسټيزه توګه کولای شي.
وروسته دژورناليستانو په استازيتوب دغرغښت تلويزيون مشر سخي سرور مياخېل خبرې وکړې او له دژورناليستانو انديښنې يې دټاکنو دخپلواک کمسيون له مشرتابه سره شريکې کړې.
نوموړي هم پردې ټينګار وکړ ،چې دټاکنو خپلواک کميسيون بايد درسنيز ډګر دکارکونکو لپاره زمينه برابره کړي ترڅو له پروګرامونو يې خلک خبر کړي او په دغه پروسه کې بايد رسنۍ ديوه ناظر په توګه ومنل شي ترڅو دشفافو او له درغليو دپاکو ټاکنو لپاره ددوی رول او څار اغيزمن ثابت شي.
وروسته دورکشاپ په فارغينو باندې تصديق پاڼې وويشل شوې.
دويلو ده ،چې ميديوتيک افغانستان له دې وړاندې هم دډويچ ولې په همکارۍ دهېواد په مختلفو ولايتونو په ځانګړ ي توګه په کابل او مزارشريف  کې له ټولټاکنو د رپوټ ورکولو په اړه پروګرامونه جوړ کړي ،چې ګډونوال يې ترډيره بريده دناامنو ولايتونو اوسېدونکي وه.
دميديوتيک افغانستان درسنيزو فعاليتونو بنسټيزه موخه په هېواد کې درسنيز ډګر دکارکونکو مسلکي روزنه، ددوی ظرفيت لوړونه او همدارنګه په ګران هېواد افغانستان کې د دسولې دژوناليزم دارزښتونو ترويج دی.