
زلفې خورې شوې د جانان په اوږو
لږې لندې څه پرشان په اوږو
چې کله ځمکې باندې تنګ شومه زه
ما ھم ځان بوج کړ د اسمان په اوږو
خلکو اوږو باندې کورونه جوړ کړل
مونږ ته جوړیږي قبرستان په اوږو
نن مې اسمان ته ستا کیسه وکړله
ځکه وریږي مې باران په اوږو
مالي شبنم په کې کرلي،ځکه
نقیب راوړئ ګلستان په اوږو
نقیب الرحمن لکڼوال