مورنۍ ژبې



١٢ / ١٠ / ١٣٨٩
 
 
زما پښتو ګراني بښتو مورنۍ ژبي
زما خوږی زما زیږی غرنۍ ژبی
زما یاغي د حادثو اورنۍ ژبی
زما د جنګ زما د میدان مړنۍ ژبي
زما د تورو د شرنګي توریالی ژبی
په جرګو کی له جنګونو پردی ژبی
زما نغمو د چندڼي رباب ته مستي
زما د نیمو شپو د خیال درخانۍ ژبي
زما د پت او د غیرت تر بیرغ لاندي
د اهاړ د سرو غرمو ملالی ژبی
د غازی مورچل پر سر د بري چیغي
پر مزار د شهیدانو جنډۍ ژبي
یوه ورځ به افسانه د دی جهان یی
د ښایست به ملکه د دې جهان یې
له ستایلو به دي ژبي وي شیریني
د ښکلا به قصیده د دې جهان یې
ښکولوي به دی سندری غزلونه
زمزمه به د حمید او د رحمن یی
ستا د تورو له شرنګی به ز ړونه ریږدي
هنګامه به د فرید او خوشال خان یی
ستا په نوم به بیرغونه پورته کیږي
ستا په مینه به جونګړي ابادیږي
ستا پر شاړو به ګلونه زرغونیږی
له کوډلو به دي بیا ښارونه زیږي



بیا به موږ یو بیا به کړنګ وي د جامونو
له سرو میو سره شرنګ د ربابونو
د غني پر پله به ځو د غرو تر څوکو
خزانې به دی را باسو د لعلونو
په درو کی به دی خرپ د تورو ګورو
افسانې به پاڅوو د تاریخونو
جوړوو به دي شهید شهید ښارونه
رغوو به دي ټپونه د قرنونو
له نامه به دي په تیښته دښمنان وي
ښکلی نوم به دي آغاز د هر دیوان وي
پر ډېوو به دي د شپو زمزمې ګرځي
پر لمبو به دي راغلي پتنګان وي
په ښارو کي به دي شوروي د زلمیو
پر دښتونو به دي دوړي د کاروان وي
زما پښتو زموږ دي له تاسره پیمان وي
چی دا خاوره چی دا مځکه دا اسمان وي
پر لمنو به دي بیا پسرلي ګرځي
چی په غرونو کی دی پاته یو افغان وي
ته به ښکلې د غزل غوندی رنګینه
او ړانده به دي په سترګو غلیمان وي.

۲۰۱۰ـ۱۱ـ۶

ویرجینیا