
توري سیلۍ دي، رڼاګانی وژني
د یاس احساس دی،ارزوګانی وژني
مونږته دردونه،فریادونه راوړي
زمونږ په شُنډو خنداګانی وژني
د زړه آھونه په ښیرو، وباسو
دوی موپه خولوکی دعاګانی وژني
دمرګ لښکردی،رانه ژوندآخلي
دوی موپه تن کی ارواګانی وژني
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۱۷/۰۲/۲۰۱۴