
چی دا چا جوړکړی شردی،اوس په مونږکی؟
دا دکوم شیطان ھنر دی، اوس په مونږکی؟
ټول په ویښه سرچپه خوبونه وینو
دا دکوم تعویذ اثر دی،اوس په مونږکی؟
دادکرکی اونفرت راوړونکي څوک دي؟
چی یوبل ته جوړسنګردی،اوس په مونږکی
خپل سکه ورور، دپردیوپه خوله وژنو
دا د کوم جادو منتردی،اوس په مونږکی؟
نن مونږ واړوته ، لږسوچ کول په کاردي
چی دجنګ څوک نوښتګردی،اوس په مونږکی؟
دھغه انسان په حال ځانونه پوه کړو
چی له ژونده لاس په سردی،اوس په مونږکی
دا دکوم شریعت حکم یا فتوا ده؟
چی له ژوند نه مرګ بھتردی،اوس په مونږکی
راځئ ټول یی په ضد، یوځای قیام وکړو
چی ھرڅوک دشرمصدردی، اوس په مونږکی
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۲۳/۰۱/۲۰۱۴