مورې!

 ته مې د ژوند بله ډیوه ېې مورې
د زړه په کور کې مې ديره يې مورې
ستا په ليدو مې زړه سکون ومومي ته په رښتيا لکه کعبه يې مورې
د دنيا ټول ښايست په تا تمام دی ته د جنت هغه باغچه يې مورې
چې شې رایاده مورې چيغه وکړم زما د سوي زړه ناره يې مورې
نقیب الرحمن لکڼوال