غزل

 زه دې وم زړه کې زه دې څنګ کې اوسیدلی نه شوم
په کور او کلي کې دې ځکه ځایدلی نه شوم

وخت د خندا، خو د حالاتو اجازه مې نه وه
هو ما ژړل نه خو له درده خندیدلۍ نه شوم

ما به لیدې چې تیریدې په هغه بره کوڅه
زه ستا سایه درسره تلم خو تا لیدلۍ نه شوم

زما همځولې به په هر سحر بیا بیا غوړیدې
زه داسې نه وم زه په وار وار غوړیدلۍ نه شوم

چې له انسانه مې درد وموند ورنه لرې لاړم 
واپس شوم ځکه چې له ځانه لرې تللی نه شوم

ته وې لګیا د فلسفې په پلټنو او زه
په سپین کاغذ باندې یو ټکی تا لوستلۍ نه شوم

ټول داسې نه وو لکه تا یې چې ګومان کړی و
شغلې باور وکړه چې ډېرو خو زغملۍ نه شوم
___________________________ 
شغله سحر
\"\"