
په پيښور
کې دافغان نجونو او وړو هلکونو لپاره یوه د قراني او اسلامي
زدكړو وركولو لپاره د وړمبنۍ اسلامي مدرسه
د عبدالله بن زید د نجونو په لیسه کې افتتاح شوه
د دغو افتتاحي مراسو د قران شريف له
تلاوت نه وشوه وروسته بیا يو شمیر د لیسو مدیرانو او مشرانو د مدرسې په هکله خبری وکړی دغه بهير يې وستايه دغه مدرسه مشر اسماعیل عابد
افغان ځواک ته وویل چي دغه پيښور کې دافغانی نجونو او وړو هلکونولپاره لومړنۍ
مدرسه ده چې نن افتتاح شوه، په دغه مدرسه کې افغانی نجونو او هلکونو ته وړيا تعلیم ورکوو مونږ غواړو چې خپلو
افغانانو سره په اسلامي او نورو تعلیمی برخو کې پور ه مرسته وکړو دغه مدرسه ما په خپل
شخصي پیسو باندی جوړه کړې.
د مدرسه په
لومړی ورځ باندې ۱۳۰ هلکونو او
نجونو خپل نومونه رجسټرر کړل اسماعیل عابد
په پيښور کې د غربیو افغانې ماشومانو
لپاره د انګلش او کمپیوټر یو سنټر د عباس رحیمي په نوم سره لري له ډیري مودی
راهیسی دافغانانو په تعلیمی برخه کې کار کوې