
ستا یادونه دي قراره نیمه شپه ده
خام زخمونه دي بیماره نیمه شپه ده
نن دې ګام په ګام له پامه غورزیدمه
اوس ډاریږمه دلداره نیمه شپه ده
زما خلک چې کاږه ځي په لار نه ځي
په ذهنونو یې باداره نیمه شپه ده
د خان زویه سرزوري دې میراثي ده
خوله به درکړمه بې خاره نیمه شپه ده
خوب مې ستا غیږه کې وکړلو عادت شوم
اوس چې نه راځې بې یاره نیمه شپه ده
ستا له سترګو د یو جام طلب لرمه
زه خماره هم خماره نیمه شپه ده
غزل نه راځي غزل به ترینه جوړ کړم
شوګیرې دي سندرماره نیمه شپه ده
پيروته قامت