نړۍ د فبروري دمياشتې په لومړۍ نېټه :

 _ په 1810 زکال کې په متحده اياﻻتوکې دسرشميرنې پربنسټ د هېواد نفوس7,239,881 وښودل شو ، چې له دې شمېر نه تورپوستو(19 %).  وو ؛
 
Oxford English Dictionary 2nd.jpg
_ په1884 زکال کې د اکسفورډ لومړی انګريزي قاموس Oxford English Dictionary  خپور شو ؛
_ په 1924 زکال کې انګلستان  ، شوروي اتحاد په رسميت وپېژندلو ؛
Times 1788.12.04.jpg
 
_ په 1930 زکال کې  په انګلستان کې د ټايم ورځپاڼې  The Times دلومړي ځل لپاره د متقاطع کلماتو جدول خپور کړ ؛
_ په 1958 زکال کې د امريکا متحده اياﻻتو لومړنۍ سپوږمکۍ بهرنۍ فضا ته پورته کړه ، شوروري اتحاد يوکال ﻻ دمخه دوه سپوږمکۍ پورته کړي وې ؛
 

 
_ په 1979 زکال کې سيد روح الله موسوی خمينيAyatollah Khomeini   وروسته له 15 کلنو جلا وطنی ايران ته راستون شو ؛
_ په1992 زکال کې د امريکا او شوروي ترمنځ د سړې جګړې د پای موافقه وشوه .