افغانه


نه دی چنګیز،نه سکندرمنلو نه ھمایون، نه دی بابرمنلو   په خپله خاوره دی بل نه زغملو نه شاه جھان،نه دی اکبرمنلو   تااورنګزیب ته غاړه نه وه ایښي نه دی سلطان،نه زورورمنلو   تاپرنګی اوروس ته ماته ورکړه تا پخپل سرکله بل سرمنلو   افغانه ھغه ورځ دی ماتی وکړه تا چی دبل نوکر، رھبرمنلو   تادی دپلارپګړۍ،په بل خرڅه کړه تاچی دبل دلاس ډالرمنلو   دباباتوره دی،دښمن ته ورکړه تاچی په کور،دبل لښکرمنلو   اوس به ترمرګه پوری،کوکی وھو چی مودزړه په سرخنجرمنلو   پدی غضب به اخته شوی نه وو که د قیام دی کوم نظر منلو   الحاج االھام الدین قیام والدورف/جرمنی ۲۱/۱۱/۲۰۱۳