
نړۍ دډسمبر په 16 مه نېټه :
_ دقزاقستان هېواد د خپلواکۍ ورځ ده.
_ په بحرين کې ملي ورځ ده.
_ په کال1770 زکې دجرمني نامتوکمپوزجوړونکی ((ليودويګ فان بيتهوفين )) زېږيدلی.
_ په کال 1946زکې دايران پوځ دکردستان په جمهوريت باندې ، چې دجنوري په 22 مه نېټه تاسيس شوی ويرغل وکړاوددې جمهوريت پلازمېنه (( مهاباد)) يې اشغال کړ . دپلازمېنې ترنيولو وروسته يې دکردانوجمهور رييس قاضي محمداوملګري ووژل.
_ په کال1971 زکې دبنګلديش جګړه پای ته رسيږي اولويديځ پاکستان ( اوسنی پاکستان ) له ختيځ پاکستان ( اوسنی بنګلديش ) نه پوځونه بهرکوي اوپه سبا ورځ دهندسره هم اوربندکوي .
_ په کال1991 زکې ملګروملتونود1975 زکال په دې پرېکړه باندې ، چې صهيونيزم راسيزم دی بدلون راولي . په دې هکله ، چې صهيونيزم راسيزم نه دی 111 مثبتې ، 25 مخالفې او13ناپييلي رايي ورکول کيږي .