
له دولت څخه غواړو چې د خداى بښلي داوود خان مزار په ډېر ښه او پرمختللي ډول جوړ كړي
حبيب وقار
شهيد ولسمشر سردار داوود خان په افغانستان كې لومړى ولسمشر دى چې د مزدورو كمونستانو په خونړيو لاسونو د ۱۳۵۷ كال د غوايي د مياشتې د يوې خونړۍ كودتا په پايله كې د خپلې كورنۍ له ۱۷ كسانو سره يو ځاى شهيد كړل شو. سردار داوود خان د ١٣٥٢ لمريز کال د چنګاښ په ٢٦ مه چې د ١٩٧٣ زېږديز کال د جولاى له ١٧ مې سره برابره وه، په افغانستان کې د محمد ظاهر شاه د واكمنۍ پر خلاف په يوې داسې پوځي کودتا لاس پورې کړ چې د دې كودتا په پايله كې يې د محمد ظاهرشاه٤٠ کلنې پاچاهۍ ته د پاى ټكى كېښود. نوموړي د افغانستان خلكو ته خپل ځان د يو مېړني او نوميالي ولسمشر په توګه ثابت كړ. په خپله دوره كې يې د بيارغونې او خلكو ته د هوسايۍ لپاره د يادولو وړ كارونه وكړل.
ارواښاد محمد داود خان د سردار محمد عزيز خان زوى دى. په 1909زېږديز کال يې په کابل ښار کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. منځنۍ زدكړې يې په استقلال لسه کې سرته ورسولې. په فرانسې کې يې د مهندسۍپه څانګه کې زدكړې وكړې او وروسته يې د کابل په حربي پوهنتون کې نظامي زده کړې وکړې. نوموړى په 1934 زېږديز کال کې د مشرقي ولايت نايب الحکومه شو. په 1935زېږديز کال کې د کندهار د ولايت نايب الحکومه په توګه وټاكل شو، له 1939 زېږديز کال څخه تر 1947زېږديز کال پورې د مرکزي قواوو قوماندان و. په 1948زېږديز کال کې د يوه کال لپاره د كورنيو چارو وزير وټاكل شو. د څه مودې لپاره په پاريس کې د هېواد سفير و. له 1949 زېږديز کال څخه تر1953 کال پورې د شاه محمود خان په کابينې کې د دفاع وزير و.
سردار داوود خان له كودتا څخه وورسته د هېواد پاچاهي سېستم ته د پاى ټكى كېښود او پر ځاى يې جمهوري نظام رامنځ ته كړ. نوموړي د جمهوري نظام تر څنګ د عظمى صدارت، او د دفاع او بهرنيو چارو د وزارتونو واګې هم په واک کې لرلې، په خپله کابينه کې يې حسن شرق ته د صدارت د مرستيال په توګه دنده وركړه او فيض محمد يې د کورنيو چارو د وزير په توګه ونوماوه، همدارنګه د نعمت الله پژواک، پاچاګل وفادار، سيد عبدالاله، عبدالرحيم نوين او غوث الدين فايق او ځينو نورو په ګډون يې خپله کابينه اعلان کړه.
د نوموړي له شهادت څخه وروسته چاته د ده د مړي پته هم نه وه مالومه، چې مړى يې د هغې وخت وژونكو په كوم ځاى كې پټ خښ كړ. خو د (١٣٨٧) لمريز كال په پسرلي کې دغه هيله د ولسمشر حامد کرزي تر يو فرمان وروسته تانده شوه او وغوړېده. حکومتي کميسيون د هغه په لارښوونه د پخوانۍ څلورمې زغره والې لوا شاته بيديا کې په کار پيل وکړ. د رسنيو له لارې اعلان وشو چې كه هر چاته د شهيد داوود خان د خښېدو ځاى مالوم وي نو پرته له وېرې دې راشي او دولت ته يې دې وښيي. خو د كمونستانو ځينو مشرانو به ويل چې په دې اړه مالومات نه لري. سره د دې چې دوى به خامخا مالومات لرل. خو دا چې دوى په هغې وخت كې په دومره لوى جنايت لاس پورې كړى و، اود شهيد ولسمشر قاتلين ګڼل كېږي. نو ځكه يې په دې اړه له څه ويلو ډډه كوله خو ځينو كسانو به د شواهدو له مخې ځينې احتمالي ځايونه ښودل. له پكتيا څخه يو پخواني افسر پادشاه مير سردار نادر نعيم ته ټليفون كړى و. ((پادشاه مير د غوايي په كودتا كې د يوې لوا افسر و. نوموړي ته امر شوى و چې په نوموړې تپه كې دوه قبرونه تيار كړي. كله چې قبرونو ته مړي ور وړل شوي و. په هغې وخت كې پادشاه مير د داوود خان مړى پېژندلى و.)) چې د سردار داوود خان د مړي ځاى ورته مالوم دى. خو كله چې نوموړى كابل ته راغى. د كيندنو ځاى يې وليد، نوموړي وويل چې دا ځاى نه دى بلكې درې كيلو متره وړاندې يې يو بل ځاى په نښه كړ. خو بيا هم په هغه سيمه چې ښودلې يې وه زړه نا زړه و. ځكه چې له هغې وخت څخه تر اوسه پورې دېرش كلونه تېر شوي و، په دې وخت كې له نوموړې غونډۍ سره نژدې كليو څخه دوه تنه سپين ږيري مشران حميدالله او مولاګل راغلل دوى په خورا سم ډول د قبر ځاى وښود. كله چې نوموړې سيمه وكيندل شوه. هلته دوه قبرونه چې په يوه كې شپاړلس او په بل كې ديارلس كسه خښ شوي و رابرسېره شول. په دې وخت كې د ولسمشر د لمسي مړى حارث چې اوس يې هم هډوكي په مور پورې نښتي و، هم پيداشو ځكه چې د وژلو په وخت كې د خپلې مور په غېږ كې و. په نوموړو قبرونو كې د غاړې جامې، بوټونه او د مړو اړوند نور وسايل هم وموندل شول.
وروسته له دېرشو كلونو څخه د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان او د هغه د ورور سردار محمد نعيم خان د ښخولو مراسم د كابل په ارګ ماڼۍ كې ترسره شول، چې ولسمشر حامد كرزي، د كابينې ځينو غړو، قومي مشرانو، كورنيو او بهرنيو ډيپلوماتانو ګډون په كې كړى و، د سردار داود خان او د هغه د ورور تابوتونه په ځانګړو پوځي تشريفاتو سره د كابل په جنوب كې سكارټ غونډۍ ته ولېږدول شول چې تر دې وروسته به دغه غونډۍ د شهيد داود خان په نامه يادېږي. د يادولو وړ ده چې د شهيد ولسمشر داوود خان دې مراسمو ته هېواد ړنګوونكي جنګسالاران نه وو راغلي.
د سردار محمد داود خان او د هغه د ورور سردار محمد نعيم خان جسدونه د افغانستان په بيرغ پوښل شوي او په ګلانو ښايسته شوي وو، د پوځي سرود په ږغولو سره په يوه ځانګړي ځاى كې كېښودل شول.
افغان ولسمشر حامد كرزي، د هغه دويم مرستيال، قاضي القضات، د مشرانو او ولسي جرګې رئيسانو، د كابينې ځينو غړو، قومي مشرانواو ځينو بهرنيو ډيپلوماتانو په دغو مراسمو كې ګډون درلود چې د سردار محمد داود خان د كورنۍ ځينې غړي هم ورته له بهر څخه راغلي وو.
وروسته له هغه چې ولسمشر له خپل دويم مرستيال سره جنازو ته د درناوي مراتب پر ځاى كړل، د سردار محمد داود خان د كورنۍ غړو ته ورغلل او هغوى ته يې خواخوږي وښوده. وروسته ټولو ګډونوالو په وار سره د تابوتونو له مخې په تېرېدو سره دوى ته خپل درناوى وښود. بيا د توپ يووليس ډزې وشوې، چې د سردار محمد داود خان او د هغه د ورور سردار نعيم جان جنازې په ځانګړو مراسمو سره پر پوځي توپونو كېښودل شوې او د پوځي او وطني سرودونو په ږغولو سره د كابل په جنوبي برخه كې سكارټ غونډۍ ته ولېږدول شوې.
د دې لوى كار په ترسره كولو سره له افغان دولت څخه ټول ملت خوښ دى، ځكه چې داوود خان د افغانستان په تاريخ كې يو مېړنى او ملت ته يو خدمتګار ولسمشر تېر شوى. له طالبانو هم مننه كوو چې په دې ورځ يې شهيد ولسمشر ته د درناوي لپاره د خپلو عملياتو د بندېدو اعلان وكړ.
دا چې د كابل څلورسوه بستريز روغتون د داود خان په نامه ونومول شو د دولت يو نېك كار بلل كېږي. هيله ده دولت د خداى بښلي داوود خان مزار په ډېر ښه او پرمختللي ډول جوړ كړي. ترڅو د هېواد د شهيد ولسمشر درناوى شوى وي، او هر څوك پوه شي چې موږ خپل خدمتګاران پېژنو او د خپلو خدمتګارانو به تر هر وخته نوم ژوندى ساتو، او تر هر وخته به يې په خدمتونو او مېړانې وياړو.
اخځليكونه:
بي بي سي پښتو وېبپاڼه
بېنوا وېبپاڼه
تاند وېبپاڼه