
فورماليستي شعرونه هغه
دي چې تر ډېره په کې شکلي ښکلا، ژبنی سينګار، بديعي صنايع او په يوه کلمه کې (شعريت) ته ډېر پام
ساتل شوی وي
د پښتو کلاسيک شعر دوه سترې څيرې خوشال خان خټک او رحمان
بابا دا چې په کلاسيکه شاعرۍ کې د دوی ځای کوم دی تر يوه بريده د پام
وړخبره ده، ارواښاد استاد محمد صديق روهي د خوشال بابا سياسي، ټولنيز او اخلاقي
شعرونه په ديداکتيکو نظمونو کې راولي خو نوره غزليزه او ليريکه برخه يې په غوره
فورماليستکه ګڼي. او په رښتيا هم ستر خوشال د دواړو ډګرونو نوميالی پهلوان دی.
د رحمان بابا اشعارو هغه نظمونه چې ديني، موعظي، ټولينز
او نصيحتي بڼه لري په ديداکتيک برخه کې
راځي ديداکتيک هغه نظمونه دي چې موخه يې
يواځې د موضوع پيغام رسول وي پکې د قافيې او وزن پرته د شعري صنعت نورې
اړتياوې په پام کې نه نيول کيږي او همدارنګه د رحمان بابا دشعر ښکلاييز اړخ څيړنه په تيره بيا په کلاسيکه دوره کې هم د پام وړ ده.
يانې د رحمان بابا
شعرونه په دوه ډولونو ويشلای شو يوه برخه يې ديداکتيک شعرونه او بله برخه يې ښکلې غزليزه شاعري چې
فورماليستی برخه جوړوي.
.
:
بيا دې نوي شراب څښلي دي پوهيــــږم
په رخسار دې ګل کرلي دي پوهــــــيـږم
که هزار ځله لاس سره کړې په نکـريزو
تا زما په وينو وللـــــي دي پوهـــــــــيږم
معـــــرکه زما د مــرګ نه ده نور څـه ده
رقيـــــبان چــې تا بللـــــي دي پوهـــيږم
څه حاجـت دی چې دې خط په ملا لولم
چې زما په باب دې کښــلي دي پوهـيږم
ته خـــپل جورو جـــفا څه وايـــــې وماتـه
مــــا همــــه واړه ليــــدلي دي پوهــــيږم
چې رقــيب او تا غــــوږونه بل له وروړه
ما هـــغه ساعت ژړلـــي دي پـــوهيــــږم
رقــــيبان ځکه تيری په رحمـــان کانـدي
چې تا خـــوا پورې نـــيولي دي پوهـــيږم
دا غزل ښيي چې رحمان بابا ځواکمن انځورګر دی يعنې په شعر کې
د تخييل د ځواک په مرسته داسې تصويرونه زموږ په مخ كې ږدي
.
پوهاند ډاکتر محمد رحيم الهام د رحمن بابا په شاعرۍ کې د خيال د صورتونو
په هکله ليکلي د رحمان بابا په شعر کې د خيال د
صورتونو ټول ډولونه موندلای شو د رحمن
بابا په زياترو بيتونو حتی د يوه غزل په ډېرو بيتونو کې د
خيال د صورتونو بيلا بيل ډولونه په ډيره خوندوره، ساده او طبيعي ژبه څرګنديږي.
د رحمان بابا په شاعرۍ کې دغه ځانګړنې ترسترګو کيږي چې کولای شي
دهغه کلام ښکلی کړي لومړی خو دا چې دده شعر ډېر ځله له بې ځايه تکلف، تصنع
او ابهام څخه لرې دی او شعري خوځښت يې په اشنا ذهني موقعيتونو کې ترسره
کيږي او په عامو
پښتنو کې دهغه د شاعرۍ د ډيرې طرفدارۍ يو لامل همدا ساده توب او رواني ده. بله دا چې رحمن بابا له ښکليو تشبيهاتو، استعارو
او سمبولونو څخه کار اخلي او دا په کلاسيک شعر کې د تصوير هستونې
لومړني شرطونه دي.
زه رحمان په زړه نری کړم هغو نـجونو
چې يې ملا وې د ويښته په دود نرۍ دي
د دغه بيت دوهمه تصويري برخه د تشبيه د ښکلې کارونې په مرسته ډېر ژر په ذهن کې راولاړيږي ، دی هغه نجونې يادوي چې ملا وې
يې د ويښته په شان نرۍ
وي او داسې نجونې د شاعر د تشبيه په مرسته له ځان سره تصوير کړي نو خامخا
به له ټول بيت څخه خوند واخلو ځکه شاعر هغو نجونو په زړه نرى کړی دی چی ملا
وې يې د ويښتو په څير نرۍ دي.
.
د رحمان بابا په شعر کې يو بل ښکلاييز کمال دادی چې دغه شاعر د خپل شعر اشيا، تشبيهات او تصويري اجزا له خپل
محيط او چاپيريال څخه
انتخابوي، ځکه خو يې لوستونکو ته د هغو درک، منطقي پيوند او له ځان
سره تصويرول آسانه کار دی دا هم د رحمان بابا د ښکلي کلام بله بيلګه.
ګوره بيا به څــــوک ادا کا په زړه غونډه
چې دا هسې مســــته درومي مخ بربــنډه
ته چې ګل د آشـــنا يي له باغـــه غواړې
خبرزده کړه د هجران له خــــارو خــنډه
ما رستـم د زمانې ولـيد په ســــــــــترګو
چې د يار له جـــــــوره ژاړي لکه کونډه
زه رحــــــمان د هغه حســن ثناخوان يم
چې جـرګه د عاشــــقانو وې پرې پـــنډه
د پښتو ادب په منظومه برخه کې تشبيه، استعاره،
کنايه، مجاز او د بيان يو شمير نور صنايع د شعر د ښکلا
لپاره د سينګار توکي دي خو اوس يو شمېر نوي اصطلاحات لکه تصوير، سمبولونه او
اساطير هم مطرح کيږي دواړه ډوله
اصطلاحات په خپلو کې ټينګ مانيز اړيکي لري مثلاً ډير ځله تشبيهات ښکلي تصويري شعرونه
رامنځ ته کوي، مګر په ګڼو اوسمهاليو(معاصرو) شعرونو کې پرته له دې چې د بديع او بيان ياد شوي
ظرافتونه وکارول شي تصويري برخې د شاعرانه کلماتو په مرسته رامنځ ته کيږي، چې په يوه عاطفي او
فکري چاپيريال کې حرکت کوي او موخه ورڅخه د شاعرانه ښکلا
بشپړ تمثيل وي.
خو عجيبه داده چې څوسوه کاله مخکې زموږ صوفي شاعر
رحمن بابا همداسې ښکلي شاعرانه تصويرونه رامنځ ته کړي دي.
په شعر کې د ښکلا او صميميت د رامنځ ته
کولو لپاره عاطفي ځواک ته پام ساتل ډېر رول لري رحمان بابا له اروايي پلوه يو عاطفي شاعر
دی خو د هغه په شعر کې هنري عاطفه او صميميت کله کله په ښکاره بڼه ځان را څرګندوي
خراب زړه مــــــــــې د دلـــــــبرو هـــــوا يووړ
د هوا له وړيو چــازده چـــــې چا يـــــــــــــــووړ
ګوښې ګوښې ښايســــــــــــته چــــې زړه وکاږي
زه به کوم يوه ته وايـــم چــــــــې تا يـــــــــــووړ
چــې مې زړه لره د تورو زلفو ځــای غوښــــت
هغه زړه راڅــــــخه تورې بلا يـــــــــــــــــووړ
هيڅ ناحـــق پرې شـــوی نه دی که حـــــق وايم
معشوقې د رحمان زړه په رضا يووړ
يا خو دا بيلګه:
تا چـــــــې رنــــګ دميـــو ورکـــــــړ د لــــبانو
اوردې پــــــورې کــــړ په کور د ميـــــخوارانو
چې دې جــــوړه کړه لـــــينده د کږو ورځـــــــو
خود به ښـکار کړې په حــــــرم د غزالانــــــــو
چې دې اسم د زنځير په زلفـــو کېښـــــــــــــود
معـــــــطر دې کـــــړ دمـــاغ د د يوانـــــګانــو
سور پيزوان دې په سرو شونډو هســې زيب کا
لکه جيـــــــم په قلم ښــــــکلی کاتبـــــــــــــــانو
د سرو ټيک دې شـــهزاده په جبــين پروت دی
شينکـــی خال دې محاصل په بنديـــــــــــــوانو
دواړه لـــــيـچې دې وکـــــــښلې مصرۍ تورې
در پوهـــــــــيږم ســـربه پريـــکړې د خوارانو
ستا له غـــــمه په ځان زړه د رحمان ســــوزي
لکه شــــمــــع په زيارت د شهـــــــــــــــــيدانو
که خپلې خبرې را لنډي کړو نو ويلای شو چې رحمان بابا ښکلا د هستونې په نيت له
لومړنيو فورماليستو شاعرانو
څخه دی چې د ديداکتيکو بيلګو تر څنګ يې په شعر کې د انځور هستونې، ښکليو بديعی ظرافتونو او
عاطفي چاپيريالونوايجاد کړي چې تر هغه
وروسته د پښتو ادبياتو په بهير کې د نورو شاعرانو له خوا پالل شوي دي او وده
يې کړې، چې په
پايله کې يې نن سبا
پښتوادبيات د شعر په برخه کې د شهکارو بيلګو دشتوالي
شهادت ورکولای شي.