
د امریکا د ولسمشر له ادرسه هغه لیک چي د افغانستان دولت د خلکو او مطبوعاتو په واک کې ورکړي دۍ له شکونو او ننګونو ډک دۍ او له تړون وروسته هم د خلکو د زورولو او کورنو د تالاشیو څرګند پیغام لري.
اوباما لیکۍ : موږ خپلې هڅې دوه برابره کړي ترڅو زموږ ځواکونه ستاسو د خلکو د کورونو درناوی وکړي ،موږ هر راز هڅه کوو چي د کورونو به دننه او په ورځني ژوند کې ......
تبصره : د امریکا ولسمشر منلې چي زموږ ځواکونو افغانان ناحقه زورولي دي ،له تولو انسانی حقوقی سرغړونه شوۍ ده و د خلکو به شخصی حریم تیرې شوی دی او له تړون وروسته به کوشش وکړو دا سلسله راکمه کړو او له دۍ مخکې مو هم هڅه کړي خو له له تړون روسته به هم هڅه وکړو مګر قاطع الفاظ او وعده په لیک کې نده شوۍ چي له دی روسته به دا کار بلکل نه تر سره کیږی ، دۍ لیک کې یوازۍ د هڅۍ کولو خبره یاده شوۍ ده.
اوباما : زموږ ګڼ شمیر نارینه او ښځینه هیوادوالو د افغانانو د محافظت په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړاو دغو پام وړ قربانیو څخه چي دوي او د افغانستان خلکو ورکړی موږ له دوي مننه کوو .
تبصره : دلته د اوباما دغه خبرې چي عسکرو يې د افغانانو د محافظت لپاره قربانی ورکړی ده خپله د همدغه لیک پاسنۍ برخه کې رد شوئ دي چي اوباما شخصآ اقرار کوئ چي زموږ ځواکونو ستاسو د خلکو له ژوند او حقوقو سره لوبۍ کړی دي ، په ډیپلوماسی کې دلته ددغو خبرو ضرورت نه ځایږی چي نوموړی دغه لیک کې یادې کړې دي ، دغه د مننی الفاظ باید هغه وخت کې وکارول شی چي ددواړو خواوو ترمنځ په تړون هوکړه وشی خو واشنګټن دغه الفاظ له وخت د مخه بیان کوی دي ، بله دا چي اوباما ته دا حق نشته چي د افغانستان له خلکو د افغانستان د محافظت په مؤخه مننه ادکړی دلته باید د یو ولس د زړورتیا او میړانۍ یادونه او تعریف وشی نه دا چي ترینه مننه ادا شی نه پوهیږو دا کومه ډیپلوماسی او سیاست دی .
اوباما : د فوق العاده خاصو مواردو په استثنا، د متحده ایالاتو ځواکونه د افغانانو کورونو ته د پوځي عملیاتو دتر سره کولو په منظور نه داخلیږی او ددوي داخلیدل به یوازې په هغو حالاتو کې صورت مومي چي د امریکايې اتباعو ژوند ته خطر پیښ وي .
تبصره : فوق العاده خاص موارد نه دی تعریف شوي چي دا کوم دول حالت ته ویل کیږی له دي معلومیږی چي هر وخت چي يې زړه وغواړئ یو کور ته ور دننه کیداي شی که شکایت ترینه وشی نو بیا به وايې چي د استخباراتی معلوماتو له مخې دا کار تر سره شو.
د امریکايې اتباعو ژوند ته د خطر پیښیدو معنی دا چي دوي به کلیو کې ګرځئ نه دا چي ددوي د اوسیدو او فعالیت سیمه به معلومه وی ، دا هم ندی تشریح شوې چي څنګه او کوم حالت کې د امریکايې اتباعو ژوند ته د خطر پیښیدو نوم ورکول کیږی ؟
په کورونو کې پوځی عملیات ډیر ناسم او کرغیړن الفاظ ده ددي څرګند پیغام دادی چي د کورونو د ننه د ټولو اوسیدونکو انسانانو ،حیواناتو،چرګانو او ... تر څنګ د کور لوښې ،بستری او دیګي او سامان هم د له مینڅه وړلو له جدی او معلوم خطر سره مخ دي ځکه دلته د پوځي عملیاتو یادونه شوی ده که د کورونو د تالاشی یادونه شوۍ وايې نو بیا مو ترینه بله معنی اخیستلي شوه ، د لیک الفاظ داسی جوړ شوی چي که تړون سره وکړی نو بیا امریکايئ طرف هر وخت ویلی شی چي د جدی خطر معلومات رارسیدلی و، دا کور تر شک لاندی و، د امریکا اتباع په خطر کې و خکه مو دا عملیات تر سره کړل.
بله نقطه دادی چي ولی د امریکايې عسکرو اودولتی مامورینو په ځاي د اتباعو نوم ذکر شوی دا ډیر غلط الفاظ دی ، افغان ولس له امریکايې ملت سره کومه دښمنۍ نلری بلکه د امریکا له بهرنی تګلارې سره مخالفت او نیوکه پری لری.
پای
نصر الله احمدزی