
ما بیګا په خوب کی ولیدو کابل
چی ووغلو،ترلاس نیولئ یرغمل
وی یی"ویښ شئ ای بچیانوچی غلو یوړم
خپل واکدار می دی د غلو د لاری مل
ھله ھله راپاڅیږئ، درنه وړي می
وړاندی لارکی ورته ونیسئ مورچل
دا زما واکداران دومره وږي غله دي
چی یی چورکړم، اوس می پلوري مُکمل
په لباس یی غلط نه شئ، ټول رانیسئ
دوی آغوندي تل لباس بدل بدل
نن می ستاسوافغاني غیرت په کار دی
نه ښیری، او نه دعا او نه ښکنځل
که دا نن ځما نجات ته راټول نه شوئ
بیا به ھیڅوک ځانته نه وایئ اتل
ټول راووځئ،سوله ایز قیام شروع کړئ
د ورورۍ لاسونه ورکړئ یوتربل
په یووالي کی به ټول له منځه یوسئ
"که دښمن دی، که خاین دی اوکه غل
د کابل چیغو راویښ کړمه له خوبه
تر سھار می دکابل په ویر ژړل
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۰۸/۱۱/۲۰۱۳