مصر له جنراله تر جنراله (لومړۍ برخه)

آګست۲۰۱۳،۱۸
په مصر کې د شاهي کورنۍ له پرځيدو وروسته(۱۹۵۳ز) تر دې دمه په مصر یوازې جنرالانو حکومت کړیدی او هغه هم درې کسانو:
1. محمد نجیب (دی څه کم یو کال ولسمشر و خو دومره مشهوره څیره نه ده او خلک یې ډیر نه پيژني. دی هم جنرال و.)
2. جمال عبدالناصر، جنرال
3. انوارالسادات، جنرال
4. حسنی مبارک، جنرال
دغه درې واړه کسان فوځي جنرالان وو چې له یو بل څخه ورته حکومت انتقال شویدی.
جمال:
جمال د محمد نجیب په حکومت کې مرستیال لومړی وزیر و. ده نجیب وپرځوه (۱۹۵۴). د قانون او واک ته د خپل ځان رسولو لپاره یې ریفرینډم ترسره کړ (۱۹۵۶ز). د سړې جګړې پرمهال، د ناصر د پالیسیو ناپییلتوب ددې سبب شو چې لویدیز په اسوان برښنا بند کې له پانګې اچونې لاس په سر شي. ناصر د لویدیز ددې اقدام په مقابل کې په غچ اخیستلو لاس پورې کړ او د سویز کانال د ملي کولو هڅې یې پيل کړلې. کور دننه او عربي نړۍ د جمال له دې ګام څخه ملاتړ وکړ خو برتانیې، فرانسې او اسراییلو په ګډه په سنای یرغل ور وړ. که څه هم یرغلګر د نړیوالو فشارونو له کبله ووتل خو په عربي نړۍ کې یې د جمال ملاتړي ډیر کړل. ده د عربو د اتحاد هڅې پیل کړلې او په دې لړ کې یې له سوریې سره ګډ عربي جمهوریت رامنځ ته کړ (۱۹۵۸ز-۱۹۶۱ز)؛ په ۱۹۶۲ز کې، جمال د مصر د عصري کولو هڅې پیل کړلې او په سوشلیزم پسې روان شو. په ۱۹۶۳ز کې د جمال ملګري او یا هم دده د هدف سره همنوا خلک په شاوخوا ملکونو کې واک ته ورسیدل. په ۱۹۶۴ز کې جمال ناصر د ناپییلو هیوادونو رییس شو.
په ۱۹۶۵ز کې جمال یو ځل بیا په داسې ډول د مصر ولسمشر وټاکل شو چې سیاسي مخالفینو یې په قانوني ډول سره نشوای کولای چې دده په مقابل کې په ټاکنیزو منډو ترړو کې ودریږي او یا هم ځانونه نوماندان کړي.
کله چې په ۱۹۶۷ز کال کې، مصر له اسراییلو سره په ۶ورځنۍ جګړې کې مات شو، جمال له خپل منصبه استعفیٰ وکړله. په قاهرې کې دده په ملاتړ لاریونونه وشول څو بیرته خپله استعفیٰ واخلي. د ۱۹۶۷ز او ۱۹۶۸ز ترمنځ نوموړي د ځان لپاره یو لومړی وزیر وټاکه. ده دغه مهال له خلکو سره وعده وکړله چې فوځ کې به سیاست ته د پای ټکی کیږدي او سیاسي بدلونونه به رامنځ ته کړي.
د ۱۹۷۰ز د عرب لیګ ناستې د پای مراسمو کې په ده د زړه حمله راغله او مړ شو. د زړه حمله یې هم د ډیرو شنونکو په وینا د همدې ماتې له کبله وه چې نور یې نشوای تحمل کولای!
جمال په لاندې ټکو کې خلاصه کولای شو:
الف: دیکتاتور
ب: کمونیست
ج: نشنلیست
د: حکومت یې د بشري حقوقو سرغړونکی
ح: د ملکي ادارو په رامنځته کولو کې مات دیکتاتور
خ: نورو دیکتاتورانو ته لار پرانیستونکی!
samiullahelam@gmail.com
نور بیا!