ولسمشر کرزي ته پرانيستی ليک

بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب جهمور رییس ته د ډاکټر عبدالودود افغان پرانیستی لیک 
د ۱۳۹۲ یم لمریز کال د لیندۍ ( قوس ) د دیرشمې شپې ۱۲ بجې او دیرش دقیقې .
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت منلی او ښاغلی جمهور رییس،السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
زه د خپل هیواد له تیر تاريخ څخه په الهام ؛ د هیواد په ټولو رغاوونکو او جوړوونکو چارو کې د ګډون په موخه ؛ د هیوادوالو او انسانیت پر وړاندې د ايماني او وجداني مسووليت د درک پر احساس ، د هیواد د تاریخي ژوند په اوسني حساس پړاو کې ، نه د احساساتو او عواطفو له مخې بلکې د عقلاني چلند له مخې خپل ستر اسلامي ، انساني  او تا ريخي مسووليت ته په بشپړه توګه متوجه یم او پدې توګه د امریکا له متحدو ایالتونو سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د امنیتي او دفاعي همکاریو د  تړون په اړه خپل ستر تشویش په لاندې لنډو ټکو کې شریکوم او پدې توګه د امریکا د متحدو ایالتونو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر منځ د امنیتي او دفاعي همکاریو په اړه جوړه شوې مشورتي جرګه کې نور له ګډون کولو ډډه کوم او له دغې جرګې سره خپل پریکوڼ یا بایکاټ اعلانوم  .
د افغانستان په کورنیو چارو کې د ګاونډیو او سیمې د ځینو هیوادونو له غرضه ډکو لاسوهنو ته په پام  چې په بیلابیلو اړخونو کې یې له ستر ګواښو سره مخ کړي یو ، له دغو ګواښونو څخه د خلاصي لپاره  یوه پیاوړي ستراتیژیک ملګري ته اړتیا لرو . خو دغه ملګرتیا باید داسې نه وي چې د راتلونکي نسل له نه جبرانیدونکي بد تاریخي قضاوت څخه ځان خلاص نشو کړای .
مونږ د خپل هیواد په تاریخ کې ویاړلې منلې څیرې لرو چې د دنیايي ژوند تر وروستیو شیبو  به زمونږ نسلونه پر دغو څیرو ویاړي .
زه تمه لرم چې تاسو جلالتمآب به هم د افغانستان د ویاړلو څیرو په کتار کې ودریږئ څو د افغانستان راتلونکی پر تاسو و ویاړي ، زه تل د افغانستان د ویاړلو څیرو په کتار کې ستاسو د دریدو دعا کوم .
د تړون په مسوده کې د حقوقي ځینو ناسمو اصطلاحاتو د کارولو تر څنګ چې بیلابیل تعبیرونه ترې اخیستل کيږي ، نه جبرانیدونکې زیاتې اشتباوې شته چې زه یې ځینې ټکي د بیلګې په ډول د ستاسو  جلالتمآب د دفتر د ریاست له لارې ستاسو جضور ته وړاندې کوم ، خدای ( ج ) دې وکړي چې ستاسو د دفتر ریاست  خپل ملي رسالت ته په پام، دغه لیک په بشپړ امانت سره ستاسو جلالتمآب حضور ته در ورسوي .
۱ ـ په جرګه کې د ګوتو په شمار ځینو پوهو کسانو تر څنګ داسې کسان هم جرګې ته رابلل شوي چې د سواد زده کړه خو پریږده چې نه یې لري ، آن دا چې په جرګه کې د خپل ګډون په هدف هم پوه ندي چې د څه لپاره راغلي ، د داسې سترې ملي موضوع سره د جرګې د تیاري د کمیسیون دومره بابیزه چلند د اندیښنې وړ ده او څرګنده ده چې هیواد په کوم لوري روان دی .
۲ – په کاري کمیټو کې هغه کسان چې په تړون کې د افغانستان لپاره د امتیاز د اخیستلو قانوني استدلال کوي ، د ځینو کسانو له خوا دوی ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول بیلابیل مزاحمتونه جوړیږي او پر وړاندې یې وضع اخلالیږي .
۳ -  دغه تړون د افغانستان ښکاره نظامي ، سیاسي ، اجتماعي ،اقتصادي او فرهنګي ستراتيژيکو اړتياوو ته د ملي حاکميت درلودونکى ملت په توګه ځواب نه وايي .
۴ – پدغه تړون کې له افغانستان سره د امريکايي لوري د ژمنو او غوښتنو تر منځ هیڅ توازن په پام کې ندی نیول شوی .
۵- د امريکا او افغانستان تر منځ د امنيتي او دفاعي اړيکو د لرليد په اړه پدې مسوده کې پوره قانع کوونکی وضاحت ندی شوی .
۶ ـ د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي او دفاعي تړون پدې مسوده کې ، له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو ژمنې الزامي ندي چې وروسته سترې ستونزې رامنځته کولی شي ، بل دا چې په ځینو مواردو کې د ملي قوانینو تر څنګ نړیوال قوانین هم له پامه غورځول شویدي .
۷ - د  دغه تړون تخنیکي برخې زیاتې ستونزې لري او امریکايي لوري پدغه تړون کې له الزامي ژمنو ډډه کړې او هر هغه څه چې الزامي نه وي د تطبیق په اړه یې هم ډاډ رامنځته کیدای نشي.
۸ - پدې مسوده کې امریکايي لوري د افغانستان د اوبو او سرحدونو د حقوقي ستونزو د حل په اړه له افغاني لوري سره هیڅ ډول مستقیمه یا غیر مستقیمه اخلاقي ژمنه نده کړې .
۹ – پدې مسوده کې ، د امریکايي لوری پوځي فعالیتونه په ښکاره مشروط ندي او له افغاني اړخ سره د استخباراتي مالوماتي راکړې ورکړې په اړه الزامي ژمنه نه لري.
۱۱ -  امریکايي لوري پدغه تړون کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د ټاکلیو مالي مرستو ژمنې وضاحت نه لري او هر څه د مشورو په حد کې دي .
۱۲ – د دغې مسودې په زیاتو برخو کې د رعایت پر ځای د احترام کلمه کارول شوې پداسې حال کې چې د احترام کلمه الزامي حیثیت نلري .
۱۳ – د تړون پدې مسوده کې د امریکایي لوري امتیازات ډیر اوچت محاسبه شوي او الزامي بڼه لري  او د افغاني اړخ امتیازات هیڅ ډول الزامي بڼه نلري پدې توګه هغه څه چې مونږ یې پدغه تړون کې تر لاسه کوو د هغه څه په نسبت چې له لاسه یې ورکوو ډیر کم دي او دا ستره اندیښنه او جفا ده.
۱۴ – پدغه تړون کې د تروریزم په اړه هیڅ ډول تعریف نشته آیا هغه څوک چې د ملي ګټو لپاره اجتماعي مدني او یا سیاسي مدني مبارزه کوي دا به هم تروریست ګڼل کیږي .
۱۵- د دغې مسودې د شپږمې مادې په درېیم بند کې پر افغانستان د تجاوز په اړه د امریکايي لوري دریځ د مشورو په حد کې بریښي .
امریکايي لوری باید په څرګنده له افغانستان سره ملګرتیا وکړي داسې نشي کیدای چې په ښکاره له افغانستان سره او په پټه له پاکستان سره وي دا باید واضح کړي چې پر افغانستان د مستقیم او غیر مستقیم تجاوز پصورت کې به په ډیپلوماټیک ، اقتصادي او نظامي ډګر کې د افغانستان د ستراتیژیک ملګري په توګه له افغانستان سره دریږي .
۱۶ – د دغې مسودې د اتمې مادې په لومړي بند کې افغاني لوري ته د تاسیساتو د سپارلو په اړه باید ذکر شي چې دغه تاسیسات به له هر ډول قید او شرط پرته افغاني لوري ته سپارل کیږي .
۱۷ – د لسمې مادې په څلورم بند کې د امریکايي پوځي لوري موټر ، الوتکې او نور د افغانستان په دننه کې له دوامداره پلټل کیدو معاف شوي دغه کار د افغانستان راتلونکی په بیلابیلو برخو کې ننګولی شي .
۱۸ – د دغه تړون د دیارلسمې مادې په لومړي بند کې د امریکايي مجرمو پوځیان د قضايي صلاحیت موضوع د پام وړ ده چې د هیواد حاکمیت له ښکاره پوښتنې سره مخ کولی شي که چیرې پدې برخه کې مصلحت په پام نیول کیږي داسې څه دې وي چې لږ تر لږه ولس خو پرې قانع شي .
که دغه مجرمین د امریکا د متحدو ایالتونو د قانون له مخې محاکمه کيږي لاندې څو ټکي دې په پام کې ونیول شي .
الف – دغه کسان دې د افغانستان په دننه کې محاکمه شي .
ب – دغه محاکمه دې د دواړو لوریو د ګډ قضايي پلاوي په حضور کې تر سره شي .
ت – پدغې محاکمه کې دې د متضرر کس استازی او شاهدین له هیڅ ډول لګښت پرته شتون ولري .
۱۹ - د افغانانو د کورونو د پلټلو په اړه فوق العاده حالت باید تعریف شي که تعریف نشي امریکايي لوری کولی شي هره لحظه د ځان لپاره فوق العاده حالت وګڼي او پدې پلمه به کورونو ته ننوځي کورونو ته ننوتل باید یواځې او یواځې د افغان امنیتي ځواکونو حق وګڼل شي نه د امریکايي پوځیانو .
۲۰ – د دیارلسمې مادې په څلورم بند کې افغان امنیتي ځواکونه د امریکايي پوځیانو له نیول کیدو منع شوي دغه ماده کولی شي امریکايي پوځیانو ته ، د دوی د خپل سریو لار پرانیزي ، بهتره به دا وي چې د مشهود جرم پر مهال افغان امنیتي ادارې د مجرم امریکايي پوځي د نیولو حق ولري او بیا دې امریکايي مسوولو کسانو ته وسپاري .
۲۱ – د دغې مسودې د څلیر ویشتمې مادې په لومړي بند کې د تړون د تفسیر او یا نورو اړخونو له امله رامنځته کیدونکې ستونزې باید د درېیم ګړي له خوا اوارې شي که داسې نه وي د سرغړونو په صورت کې به ځبر ځواک د چا له خوا پړ پیژندل کیږي .
۲۲ – د شپږ ویشتمې مادې په لومړي بند کې د فراتر کلمه باید لیرې کړای شي ځکه چې بیلابیل تعبیرونه وړاندې کولی شي او دغه کار په افغانستان د امریکا دایمي شتون ته لار پرانیزي .
                                                               په خورا درنښت

                                                ستاسو کشر بچی ډاکټر عبدالودود افغان