
سل ځلې شې لاړه
یوځلې بیارا شې
سل ځلې دی بل شې
یوځلې ځما شې
سل ځلې اغزۍ شې
یو ځلې سوما شې
سل ځلې سحر شې
یو ځلې بیګا شې
سل ځلې غني شې
یو ځلې ګدا شې
سل ځلې شم اوښکه
یوځلې موسکا شې
سل ځلې غلام شې
یوځلې پاچا شې
زه درته دعا شم
ته راته ښېرا شې
زه دی قدم خاورې
ته تېره په ما شې
نقیب الرحمن لکڼوال