لیکونکې: وهاج ساپی GHORZANG.COM
دښکلي او ښه دین لپاره ووټ ورکړۍ
محترمو ورونو، او محترمو خویندو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
نن ورځ دخپل عادت سره سم ځینی فورمونو ته دسر ښکاره کولو سره مې یوه ډیره مهمه موضوع کې پیدا کړه، تاسو ټولو څخه هیله کوم، چې په ښه شکل ورسره غبرګون وښودۍ.
اوسمهال یو فرانسوي ټیلويژن دښه او ښکلې دین داختیارولو لپاره یو څو ټولپوښتنې کړي دي، چې ددغه ټلويژن په ویبپاڼه کې کیښودل شوي دي.
الحمد لله چې تر اوسه اسلامي دین په ټولو ادیانو باندي په جیګ ووټ روان دې، او ان شاء الله چې همدغسی به اسلام لوړ پاته شي، نو له تاسې ټولو مسلمانو څخه هیله کوم، چې دغو ټولپوښتنو ته ځوابونه ووایاست، او زما دغه لیکنه په مختلفو ویبپاڼو کې خوره کړۍ، او هم په خاصه توګه يي دایمیلونو له لیارې خپلو مسلمانو ورونو او خویندو ته يي ایمیل کړۍ:
دټول پوښتنې دځوابولو طریقه:
تاسې لاندیني لینک ته ننوځۍ، :
http://www.arte.tv/fr/934300.htm
په لومړۍ پوښتنه کې پنځم ځواب اختیار کړۍ چی هغه :
Musulmane دې:
او نورو ټولو پوښتنو لپاره لمړني یا ځواب اختیار کړۍ، مګر دوروستۍ (اخرنۍ) پوښتنې څخه چې مخکې کومه پوښتنه ده، نو په هغه کې دوهم ځواب اختیار کړۍ، یعني:
Une regle de vie اختیار کړۍ،
او تر ټولو وروستۍ سوال، یا پوښتنه هغسې ځواب کړۍ، څنګه چې ستاسې له عمر سره مناسب وي،
اوس زما مسلمانو ورونو او خویندو! دسوالونو شرحي ته متوجه شۍ:
لومړۍ: پوښتنه: کوم یو دین تاته ډیر نږدې دی، او ستا نفس ورسره راحت پیدا کوي، De quelle religion vous sentez-vous le plus proche ?
ځواب: اسلام، Musulmane
دوهمه پوښتنه: آیا ته مؤمن يي؟
Etes-vous croyant?
ځواب: هو Oui
دریمه پوښتنه: آیا ته عبادت ځاي ته ځې (دمثال په ډول مسجد ته ځې ژباړن)؟
Fréquentez-vous un lieu de culte?
ځواب: هو، په اهتمام سره، په دوامداره توګه. Regulièrement
څلورمه پوښتنه: آیا عبادت کوي؟Pratiquez-vous la prière?
ځواب: هو په دوامداره توګه،Regulièrement
پنځمه پوښتنه: آیا په روحي مسؤولینو لازمه ده، چې داوسني وخت مسائل وڅیړي،؟
Les autorités religieuses doivent-elles prendre position sur les thèmes d'actualité ?
ځواب: هو، ټول مسائل. Oui sur tous
شپږمه پوښتنه: آیا ته دا عقیده لري چۍ دین دانسان دحاجتونو ځواب وايي:
Pensez-vous que la religion répond aux attentes de l'individu?
ځواب: هو، Oui
اوومه پوښتنه: دین ستا په فکر یا نسبت؟
La religion est-elle pour vous :
ځواب: د ژوند اساس دې. Une règle de vie
اتمه پوښتنه: په کوم ټولګې کې خپل عمر ټاکې ؟Dans quelle tranche d'age vous situez-vous ?
ځواب: ورونو او خویندو، څومره مو چی عمر وي، هغه دلته اختیار کړۍ،
له دې وروسته voter کلمه کیکاږۍ، چې ووټ ورکړۍ،
وروستي