د پاڼې د دروند او محترم اډمين توجه غواړم.

درنو وروڼو او پتمندو خويندو
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
وروڼو: زه غالبا 90 په سلو کې لیکنې د ټول افغان فورم لپاره کوم، نورو وېبپاڼو ته يېنه لېږم.
خو په مکرر ډول ځينې وېبپاڼې زما له اجازې پرته زما ليکنې خپروي، يو له دغو وېبپاڼو د دعوت فري ميډيا په نوم وېبپاڼه ده، چې په مکرر ډول يې دا کار کړی دی، او ما پرې سکوت اختيار کړی دی، مګر په دې وروستيو کې يې د حکمتيار صاحب په اړه زما پخوانۍ ليکنې چې 9 مياشتې مخکې مې تر دې لينک:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5724
لاندې ليکلې وه،هغه يې اوس په ليکه کړې، او په پای کې يې ظلما وزورا وبهتانا دا لاندېنۍ خبرې ورپسې غوټه کړي دي:
[color=white]
(((همدارازغيرمقلدين هم ډېرخطرناک خلګ دی چی يوله هغونه مومين مهاجردی چی اصل نوم يی عبدالغفورپيروزدی،داهم ډيره لويه فتنه ده،خلګ دين نه اړوي،په امامانوپسی بدي خبري کوي خصوصاددوی دښمنی دامام صيب سره ده .
ددغوخلګونه هم ځان ساتل ضروری دی هيوادوال بايدداسی خطرناک خلګ وپيژنی اوپه هکله يی له احتياط نه کارواخلی ځکه داخلګ دخلګوعقدې خراپوی په دین کي نوی نوی خبری داخلوی بدعات کوی، دابدعتیان او خرافاتيان خلګ دی))

http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%90%DA%86%D8%A7%D8%B1%DB%90&article=4956
[/color]

امکان دې ولري، چې دغه کار آډمين نه وي کړی، بلکه پس له لټون متيقن شوم چې کوم تخريبکار دغه محرفې ليکنې زما په نامه د پورتنۍ وېبپاڼې په شمول، لاندنيو نورو
وېبپاڼوته هم ليږلې دي:
روهي وېبپاڼه
http://www.s-rohi.com/fullstory.php?id=10395

افغان ادبي بهير وېبپاڼه:
http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=print&sid=10054

څپاند نوم وېبپاڼه:
http://anosh.blogfars.com/blog.html?page=comments&member=sapand&newsid=97935


زه د دغو درنو وېبپاڼو له ټولوآډمينانو هيله کوم، چې زما په نامه دغه محرفه ليکنه ړنګه کړي، او که چېرې غواړي، چې زما ليکنه نشر کړي، نو ليکنه دې د اصلي منبع
نه واخلي، او دوباره دې نشر ته وسپاري:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5724

زما ورته اجازه ده، چې د حکمتيار صاحب د وروستي ځواب (وهاج تر نامه لاندې عقدې او غصې)  په وړاندې زما ځوابي ليکنه چې د دې لينک دې په دوه برخووېشل  شوې ده، په ليکه کړي:
عنوان يې: د ښاغلي حقپال د ځوابي ليکنې  (وهاج تر نامه لاندې عقدې او غصې) په ځواب کې.

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=48287#48287
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=48288#48288


که چېرې ځينې نورو دوستانو غوښتل چې زما ليکنې خپرې کړي، نو په فسبوک کې دې
زما د ادرس له لارې ما سره تماس ونيسي.
http://www.facebook.com/dr.saws
همدارنګه کولی شي، زما ليکنې يواځې د zigpashtun@gmail.com له لارې تر لاسه اوبيا نشر کړي.


په درنښت