جرګوالو هیواد خرڅ نه کړی!

ډاکټر ګل مرجان منګل
پکار خو دا وه چی د کرزی حکومت د هغه  امنيتی تړون متن چی د امریکایانو سره یی د اډو په هکله اخیرنی پړاو ته رسولی دی او اوس یی په لویه جرګه باندی پاس کوی لا له وړاندی د ډله یزو رسنیو له لاری د هر افغان په واک کی ورکړی وای  او ټول افغنان پری له وړاندی خبر شوی وای تر څو د جرګی لپاره ټاکل شویو مشرانو د ولس نظرونه له ځانه سره لرلی وای او په جرګه کی د ولس په غوښتنو او اندیښنو باندی خبری کړی وای.
 خو که چیری یادی شوی جرګی ته په رښتیا هم د ولس واقعی نماینده ګان راغلی وی او راشی بیا نو دا پورته اندیښنه دومره د توجه وړ نده، ولی که نمایندهګان د کرزی د حکومت په خوښه راغوښتل شوی وی نو د جرګی هره پریکړه چی د امریکایانو سره یی د تړون په هکله کوی د ولس او هیواد په ګټه به نه وی دا ځکه  چی د امریکایانو راتلل افغانستان ته او د  جګړی دومره  اوږدیدل به پدی معنی وی چی تر څو افغانان مجبور کړی دا تړون لاسلیک کړی.
پدی خو ټول افغانان ښه پوهیږی چی امریکایان د افغانانو د ګټو لپاره ندی راغلی بلکی د خپلو ګټو لپاره راغلی او په راتلونکی کی هم خپلی ګټی غواړی وساتی دا ځکه له ۲۰۰۱ م کال څخه تر اوسه یی له ۲۰۰۰ ډیر عسکر مړه او له ۲۰۰۰۰ زرو زیات ټپیان، په میلیاردونو ډالر یی مصرف او او هغه عسکر چی په افغانستان کی له مرګ ژوندی پاتی شوی او بیرته امریکا ته تللی دی هم له ښمری لویدلی دی نو دا دومره مصرفونه امریکایانو په پټو سترګو او د هیڅ لپاره ندی کړی .
بله خبره دا ده چی امریکایانو په لومړۍ سر کی قصدآ جګړه اوږدوله او ځکه خو یی په کابل کی یو بی کفایته حکومت د هغه افرادو او اشخاصو څخه جوړ کړی چی په هر بی شرمی کی یی لاس وو او امریکایان د پاکستان په بربنډه لاسوهنه هم ښه خبر وو او دی خو بیا یی هم د پاکستان په هر عمل سترګی پټولی او پټوی یی نو لدی څرګندیږی چی امریکایانود یوه ځانګړی  هدف پخاطر اوبه خړولی او پلان یی درلود هغه دا تر څو په افغانستان کی دایمی آډی جوړی کړی، دا ځکه  چی امریکایانو اوس هم  سخت تبلغات په کار اچولی او داسی وایی چی د  ټولو عسکرو په ایستلو هم فکر کوی  خو دا مبالغه ده په هیڅ ډول به د ټولو عسکرو په ایستلو فکر ونه کړی دا ځکه چی دا دومره مصارف اوبو ته نه شی غورځولی او نه به یی وغورځوی امرییکایان  د یو هدف په خاطر افغانستان ته راغلی دی او هغه عبارت له آډو څخه دی او بس.  
بل خواته موږ افغانان یو الام داخلی او خارجی ستونزی او مشکلاتونه لرو زموږ واک د داسی اشخاصو او افرادو په لاس کی دی چی غیر له شوکی، لوټمارۍ،  نه په بل کار پوهیږی اونه یی وړتیا لری که چیرته افغانستان په دا ۱۲ کالنو کی یو ښه مدیریت درلودلای او دا دومره میلیاردونه ډالر او د نړۍ تر ۴۰ زیات قدرتمندو هیوادونو  شتون  یی چی تر شا ولاړ وو دومره کولای شوای  چی یو څه بنیادی پروژی جوړی کړی او دومره کاروبار چلن کړی چی عقلآ د عسکر معاش خو ورکړلای شی. نو که نن دا امریکایان ووزی په هم دغه ورځ نه اوردو شته نه معلم هغه نور خو یی لا پر ځای پریږده. او بل خوا زموږ ګاونډیان خوصوصآ پاکستان او ایران خو دی ته ناست دی چی امریکایان به کله ووزی تر څو بیا په افغانستان کی د افغانانو په لاسونو پر افغانانو قیامت راولی او ځینو خرڅ شویو په مرسته غوبل جوړ کړی. 
نو دغه ډول مشکلاتو ته په کتو لکه چی امریکایان په افغانستان کی اډو ته اړتیا لری افغانان هم  د امریکایانو شتون او اقتصادی کومک ته اړ دی خو دا کومک باید په یو داسی چوکاټ کی وی تر څو افغانی دود او دستور او د افغانستان سیاسی ازادی ته پکشی صدمه ونه رسیږی. همدغه امریکایان په سعودی عربستان، کویټ، قطر او ځینی نورو اسلامی هیوادونو کی هم شتون لری او که په افغانستان کی هم  د افغانی دستور سره سم شتون  ولری بی ګټی به نه وی.
بل دا چی که دا تړون چی د امریکایانو سره لاسلیک کیږی  کالونه او نیټه پکشی معلومه شی هم به ګټوره وی دا ځکه  د نړۍ او سیمی حلات هر وخت تغیر خوری کیدلای شی د سیمی او نړۍ  حلات داسی تغیر شی چی دا تړون د افغانانو په ګټه نه وی نو په هغه صورت کی به د خلاصون یوه لاره وی. او د  تړون نوی کول خو هر وخت کیدلای شی.
نو له هغه جرګوالو چی څو ورځی وروسته د امریکایانو سره د اډو په هکله راغونډیږی او وروستۍ پریکړه کوی د افغانانو هیله  دا ده چی د تړون ټولی مادی  په غور سره وڅیړی او خدای ج مکړه که که د دی تړون کوم څه  د اسلام د مبین دین سره او یا د افغانی عناناتو سر په ټکر کی وی  په کلکه مخالفت وکړی او د کرزی حکومت ته ددی سند د لاسلیک کولو اجازه ورنکړی. او که اسلام ته او د افغانستان رسمونو او رواجونو ته پکشی زیان نه وی په یو خوله هوکړه وکړی او ورسره لاسلیک یی کړی.
کوم شاعر وایی:  پروت په وینو کی لت پت ښه یم په پت کی   نه  د  سرو زرو  په  تخت  باندی   بی  پته
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل