
_ په هندکې دماشومانوورځ ده ؛
_ دشکرې دناروغۍ پرضددمبارزې نړيواله ورځ هم ده.
_ په کال 1666 زکې سامويل پيپس Samuel Pepys له يوه سپي نه بل سپي ته دوينوورکولو دتجربې دترسره کولو خبر ورکړ.
جيمز بروس
_ په کال 1770 زکې سکاټلنډی پلټونکی (( جيمزبروس )) د (( نيل )) درياب دسرچينې په هکله ، چې دايتوپيا هېواد په شمال لويديځ کې پرته ده ، خبرورکوي .
_ په کال 1896 زکې د(( نياګارا )) په ځړوبي باندې يو بريښنايي سټېشن دجوړيدوچارې پيليږي.
_ په کال 1922زکې دلومړي ځل لپاره د بي .بي .سي .BBCراډيوخپرونه د 2LO راډيويي سټېشن له ﻻرې خپريږي .کال وروسته دجنوري مياشتې په 18 مه نېټه دخپلواکوخپرونواجازه ترﻻسه کوي.
_ په کال 1935 زکې دامريکا جمهوررييس فرانکلن روزولت دفليپين هېواد خپلواک اعلانوي.
_ په کال 1960 زکې د تيلودصادرونوکو هېوادونوسازمان (( اوپېک )) بنسټ اېښودل شوی.
_ په کال 2001 زکې دافغانستان ښکلې پلازمېنه کابل Kabul باندې د شمالي ټلوالې Afghan Northern Alliance له خوا وسله وال بريدونه ترسره کيږي، د ملګروو ملتونو د سولې پلان شنډيږي او دافغانستان ناورين لاپسې اوږديږي.