
Wallace Hartley
د (( تيتانيک)) د ارکستر يو ويلون، چې په نامتو غرقه شوې بيړۍ کې به د دغه ارکستر د لارښود والس هېرتلي لخوا وهل کيدو، په بولۍ کې په داو کې په لوړه بيه پلورل شوی دی.
د خبري رسنيو د رېپوټ له مخې، د لندن په بولۍ کې دغه ويلون په ۹ سوه زره پاوڼده پلورل شوی، چې ۱.۴۵۴ ميليونه کيږي.
د دغه ويلون ارزښت له هغې نامتو تيتانيک بيړۍ سره تړلی، چې په ۱۹۱۲ ز کال کې ډوبه شوه. بيړۍ له انګلستان نه د امريکا په لور خوځيدلې وه، چې د اپريل مياشتې له ۱۴ نه پر ۱۵ شپه کې د اتلانتيک په سمندر کې غرقه شوه. په دغه پېښه کې له ۱۴۹۰ نه تر ۱۶۳۵ کسانو پورې ووژل شول.
دغه ويلون يو ځل تير کال هم پلورل شوی و، چې هغه مهال يې بيه ۱۵۵ زره ډالره وه. په بيړۍ کې د ارکسټر غړي ټول ۸ کسان وو.