کاشکی!

خدای بنده پیدادی،دانسان په څیر
چا ژوند ته اړکړی،دحیوان په څیر؟   کاشکی په انسان،د انسان مینه وای یوانسان وای بل ته،د جانان په څیر   کاشکی دانسان سره نفرت نه وای مینه دانسان وای،دایمان په څیر   ھیڅ خودخواھي نه وای دانسان سره ھرچا،بل بللئ سم د ځان په څیر   کاشکی انسانیت، په ھرانسان کی وای نه وای ھیڅ انسان ھم دشیطان په څیر   دومره دژوند،لوی توپیرھرګزنه وای نه وای انساني ژوند،دارمان په څیر   ھرچاته، ژوندون قیامه ښکلئ وای نه وای داجھان،د ستر زندان په څیر     الحاج الھام الدین قیام