ښایسته خوسته

ته دجرګواومرکو وطن يې
خوسته د ښکلوپښتنو وطن يې
په تاکې اوسي ټول درانه قامونه
ته داتلوشاه ځلمو وطن يې
دسپیلني په څېر لوګی دی شمه
ته دپګړیو دشملو وطن يې
دلته دی ھر دښمن ملا ماته ده
پرتا مئین د لیونو وطن يې
ستا دی څنار سیوری بل ځایکې نشته
ته د ګورګورو جګو غرو وطن يې
نقیب په تاکې مې خاپوړی کړي
خوسته د مستو اتڼو وطن يې
نقیب الرحمن لکڼوال