غزنى

د اسلامي ثقافت پايتخت غزنيه!
د کومو بد نظرو نظر ته نظر کړې چي په يو شېبه کښي دي کوڅې د کربلا په څير د مظلومانو په وينو پريولل سوې.
غزنيه!
ستا په خاموشو کوڅو کښي ناڅاپه د غم واويلا خپره سوه، د کونډو او بورو غلبلې پورته سوې، ستا په غيږ کښي ستا بچي په وينو ولمبېدل، بيا د ظالم خونکار سترګي ستا ولور ته سولې، ستا د ښادۍ ورځ يې د غم په وينو ولړل، ستا ماشومان يې په څو ټوټو بدل کړل، هغي خورکۍ چي څو لحظې مخکښي يې دريې وهلې اوس يې خپړه پر ميدان پرته ده، د واده ورا دي په يو دم په جنازو واوښته، د خوشحالۍ پر ځاى ژړاوي سولې، د چا بچي د چا ميرمن په نکريځو سره لاسونه د ابد لپاره تور لحد ته ولاړل د ښادۍ ورځ يې پر زړګي يو تور داغ پاته سو.
غزنيه!!!
ستا په غم ټوله افغانان غمجن دي خو
((مځکه هغه سوځي چي اور پر بل وي))
ستا د اندړو هغه پاکي او سپېڅلي کوڅې اوس د بې ګناه انسانانو په وينو رنګ دي، د ظالمانو خوشحالۍ پر تا ندي پېرزو، هغوى کله ستا بچي په خندا ليداى سي، هغوى هميش ستا ماشومان ژړه وي، ستا ماشومان قتلوي، ستا عاجزې بوري کړي.
ته پوهيږې چي دا ولي؟
هو غزنيه!
هغوى غواړي چي تا د ځان غلام وګرځوي، ستا نارينه مريان کړي او ستا عاجزې د ځان مينځياني او خدمت کاراني کړي
خو
ستا غيرتنمو بچو هغوى ته هر وخت د چپلاخي جواب په سوک ورکړئ دئ.
د اسلامي ثقافت پايتخت غزنيه!!!
ستا دا شيرين لقب هغوى کله زغملاى سي، هغوى کله غواړي چي ته دي د اسلامي ثقافت پلازمېنه سې.
غزنيه!
خداى(ج) دي نور ستا بچي د ژړاو څخه ليري ساتي، خداى(ج) دي نور ستا په کاله کښي د وير ټغر نه اواره وي، نور دي ستا د ښاديو ورا په جنازو نه بدليږي، نور دي ستا بې ګناه بچي نه قتليږي او نور دي ستا د بچو په نکريځو سره لاسونه پر ميدان نه وي پراته.
په درنښت
عبدالجليل ((حُجري))
٨-٨-١٣٩٢ چهار شنبه
د ماخستن 7:20 بجې
سالو خان چمن، ډنډ ولسوالي، کندهار