
د ژوندي ضمیر خاوند او حق ویونکی المانی ژورنالیست او لیکوال تودین هوفیر وايي: هیڅ شی تروریزم ته دومره وده نه ورکوي لکه څومره چې د تروریزم په ضد جګړه تروریزم زیږوي.
امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سفر او د امریکایی چارواکو څخه په قبایلي سیمو او وزیریستان کی د ډرون الوتکو د حملو ودرول ، ا یا په رښتیا دا هغه څه وه چی نواز یی د امریکا یی چارواکو څخه غوښتنه کوله ؟ راځۍ چی وګورو چی پخپله امریکایی چارواکی په دی هکله څه وايي.
دامریکا په د بهرنيو چارو په کمیټه کې دکانګریس یوغړی ایلن ګریسن، پرون په یوه تلویزنی مرکه کی وویل : امریکا پرته د پاکستان حکومت له اجازی د ډرون الوتکو پر مټ راکټی حملې پر وزیرستان او نورو پښتنی قبایلي سیمو نشي کولی؛ دا حملې د پاکستان په خوښه او مفاهمت سره کیږی او د تلفاتو او خساراتو معلومات هم د پاکستان لخوا راکول کیږی او که پاکستان وغواړی دا په یوه ورځ کي بندیدلای شي.
اوس راشۍ چی دا امریکا د ډرون الوتکو وحشیانه اعمال او جنایات، چی امریکا یی د ځان دفاع بولي د حقوقي نظريو او معتبرو بين المللي اسنادو په چوکاټ کی سره وگورو، چي په ملي او بين المللي حقوقو کې د ځاني دفاع حقوقي چوکاټ څه دی او د همدې تيوريکو ارزښتو په رڼا کي روښانه کړو چي متحدو ايالتو ريشتيا هم د ځاني دفاع د منل شوو حقوقي اصولو او قواعدو له مخي پر افغانستان يرغل وکړ او د همدې منلي حقوقي سيسټم د اساساتو له مخي د افغانستان په گډون د نړۍ په بیلابیلو هيوادونو کي له خپلو وحشتناکو جنگي ماشينو( ډرونو) څخه کار اخلي؟
د ځاني دفاع حق تر هر څه مخکي غوښتنه کوي چي د ځاني دفاع په نامه سوئ عمل بايد کاملاً ضروري او ناچاري بڼه ولري.ياني دفاعي عمل بايد د ځان ژغورني د وروستۍ او يوازنۍ وسيلې په توگه استعمال شي حال داچي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه تل د وار د واره يا مخکيني گوزار بڼه لري. په انگرېزي ژبه کي متل دئ: حمله د دفاع تر ټولو ښه بڼه ده دا چي حمله د دفاع ښه بڼه ده، که دفاع د حملې ښه بڼه دواړه حربي اصول او تاکتيکونه دي، چي په حقوقو کي مصداق نه لري. په حقوقو، په تیره بيا د هيوادونو په داخلي يا ملي حقوقو کي د ځان دفاع يوازي هغه وخت مشروع گڼل کيږي، چي د ځان، عزت او مال ژغورني د يوازنۍ وسيلې په توگه استعمال سي؛ اوس راشۍ چی د شمال ټلوالی تړاو د پنجاب او نړیوال استعمار سره د حقایقو او منطق په چوکاټ کی وڅیړو.
د جهاد په مهال کله چی د شوروی- افغان د جنګ په وخت کی د برتانيی 'ام- ای ۱۶ جاسوسی اداری د بی- بی- سی او آی- ټی- این- د سينډ يګال ژورنالست سره په ګډه يو مستند فيلم جوړه کړی و چی په هغه کی يی مسعود "د افغانستان ټيټو" په شکل مجسم کړی وو چی په يواځی تن د شوروی څلويښتم (۴۰) هوايی ځواک پر ضد د ګوريلای مقاومت د يو نه ماتيدونکی قدرت په شکل جنګيږی. د جاسوسی سازمانونو لخوا په دغه فلم کی د مسعود شان و شوکت د يو پير- مرشد په ډول ترسيم شوی چی د پښتون آکثريت قوم د مقاومت او يووالی پر ضد د يو رهبر په حيث ځليږی او له دی وروسته چی کله د کارملي بانډ په ابتکار د پنجاب، روس، ایران او امریکا په وساطت د اقلیتونو او په خاصه توګه د تاجک قوم چپ او راست په جبلسراج کی سره راټول شول ، شورا نظار قوماندانانو به ویل چې د افغانستان اردو اکثریت د پښتنو په لاس کې ده باید منحل شي او پنجابیانو هم دا خپله کارنامه بلله او د پښتون قوم په ضد یی متحد جبهه جوړکړه کومو چی تر پرونه د سید قطب او محمد قطب، حسن البناء او ابو الاعلي مودودي د نظریاتو پر بنسټ د اسلامي عدالت د حاکمیت تیوري غږوله . د امریکایانو د یرغل په مهال هلاک شوي رباني به د رسنیو په ذریعه له امریکا یانو څخه په پښتنو طالبانو د غت غت بمونو اچولو غوښتنه او د لیلی دښتی او جنګي قلعه د طالب اسیرانو وژنه یی روښانه بیلګه ده که په اوسني حالت کی د ټلوالی شالید او سنیو کړنو ته نظر کړوه نو به ګورو چی د ډبل اودلا د بهرنیو چارو د وزارت په مهال ، د یونس قانوني د کورنیو چارو د وزارت په مهال او د امرالله صالح د ملي امنیت د ریس د دندی په توګه د امریکایانو سره بی قید او شرطه د هیواد او هیوادوالو په ضد هره کړنه د موافقی په شکل لاسلیک شوه د لوګر والي ارسلا جمال په مرموزه توګه وژنه ، د بیت الله مسعود خاص استازي چی لوګر څخه کابل ته د کرزي سره د پټو خبرو اترو لپاره روان وه ، په دی خبره یواځی د لوګر والي، د لوګر د امنیی تاجک ټباره پنجشیری قومندان او د لوګر د ملي ریاست تاجک ټباره پنجشیری امر خبر وه چی په لاره کی د افغان ځواکونو څخه په زور د امریکایی خاصو سرتیرو له خو د موټر څخه ښکته او تر ن ن پوری په نامعلوم ځائ کی ساتل کیږي .دا ټول هغه څه دي چی پنجاب، نړیوال استعمار او تاجک ټلواله پری په یوه خوله سره سلاح شوی دي تر څو پښتون په سیاسي ، اقتصادي او فزیکي توګه دومره وځپی چی په سیمه کی د نړیوال استعمار په مخ کی خنډ نشي ، د پنجاب لپاره پاکستان د یو واحد هیواد په توګه دپښتنو له ګواښه و ساتل شي ، د تاجک ټبارو لپاره تل په سیاسي فرهنګي ، کلتوري لحاظ پر پښتنو بری او په ټول افغانستان کی د تاجیکی ، فارسي ژبی رواجول د دی افغان دوښمنه کړیو د اجنډا مهمه برخه ده.
همايون خان رووفي.