
سيد اسحاق سادات
د پښتو
ادب دی ارتې او حاصلخیزې سیمې ته الله پاک داسې مالياران ورپه برخه کړي چې
له ډير وخت راهيسې يې دا سیمه سرسبزه
او ودانه ساتلې او تل يې پکې د
روحونو د ژوندي ساتلو په موخه ښکلي ګلان کرلي دي.
دا د نړۍ په هر
ګوټ کې منل شوې خبره ده چې پر پښتني سیمه لویې خدای ډیرې ښکلې هنري پانګې لورولي
دي .
په همدی لړ کې
يو شمير داسی استاد شاعران هم لرو چې تل يې د خپلې ټولنې انځورګري په ډيره ماهرانه
ډول کړې، د خپل زړه درد يې د فلسفې په خم کې لمبولی او بيا يې همدغه درد په خيالي
نړۍ کې د شعري ښاپيرۍ په ستوني کې څڅولی چې له کيف څخه يې ټوله پښتني سيمه برخمنه
شوې ده. او د همدغې هنري جوهر په وسيله يې خپله ټولنه په هر چا په سرلوړۍ پيژندلې
ده.
د دغې لويې
کاروان يو لاروې ښاغلی شفيع الله بابرزی دی چې په هر حالت کې يې د خپلې خاورې سرلوړي په درنو ټکو ياده کړی
ده.او خپل الفاظ يې د داسې خوږو سره غاړه غړۍ کړي چې د هر دور نسل به ورته هک پک
ګوته په غاښ شي.
که له يوې خوا
د بابرزي په شعر کې انځورګري د سر ټکې دی ،نو له بل لورې د هغه په خيال شاعرانه
کلمات لکه د للمې پر ګلونو د پسرلي د بارانونو په څير راوري.دا الفاظ له خوند،رنګ
او ښکلا نه ډک وي چې د ذهن په تابلوګانو ډير ژور اغيز کوي.
د هغه په هيواد
کی که جنګ جګړی روانې وي ،که هيوادوال يې د کډوالۍ شپې ورځې تيروي ، په هر حالت کې يې د خپلې
خاوری او ناموس ساتنه د شعر په ژبه په ډير هنري انداز کړی ده.او همدا لامل دی چې د
وطن هر ولسي وګړی ورته د تسليمۍ لپاره لاس په تندي ولاړ دی.
د شملو وطن ته
راشه چې شملې درته په سر کړ و
ته رڼا د ستورو
راوړه مونږ به وينې د زړه درکړو
شعر د احساساتو زيږنده دی ، او کله چې په احساساتو کې
کومه مينه ډيره ځواکمنه شي همغه مينه له يو ډول عاطفې سره يو ځای د شعر په بڼه
له تخيل څخه راوپنځیږي. او د بابرزي په
شعر کې هيوادنۍ مينه،عاطفه او احساس له ورايه معلوميږي چې هر کوچنی ،لويي او مشر
ورباندې په ډيره اسانۍ پوهيدلی شي.
هغه په خپله
شاعرانه ژبه وايي چې په شعر کې يې د هيواد ټول چاپيريال مطالعه کيدای شي، او تل يې
هڅه کړې چې په هيواد کې له ښکلا ګانو نه د ډکو غرونو، سيندونو او شنو درو انځورونه
په خيالي نړۍ کې سينګار کړي او بيا يې په خپله ټولنه وويشي. چې په خبره يې همدغه
شاعران دي چې په ولس باندې خپله سيمه ګرانوي او مينه يې ورسره پيدا کوي.نوموړی
وايي چې شعر يې ولس ته ځکه ګران دی چې د همدغې ولس دردونه او د زړه خبره يې د خپل
شعر برخه ګرځولې. او دا هغه ځانګړنه بولي چې شعر ته تلپاتی والی وربخښي.
شفيع الله
بابرزی هغه مهال شعري ښاپيرۍ له ځآن سره د دنګ چينار څخه په راځړيدلي ټال کې
وزنګاوه، کله چې نوموړی د شينوارو په يو ابتدايي ښونځي کې زدکړې کولی.چې ښايي د ده
د ځوانۍ لومړنۍ ورځې شپې، د شينوارو ښکلې درې،شنې سيمې او په ګودرونو کې له منګيو
شور د ده خيالي نړۍ رنګينه کړي وي. خو نوموړی وايي چې په شعر يې د زړه د اوبو نه
څښل هغه څه وو چې په لومړيو وختونو کې به يې په يوه مياشت کې يو شعر بشپړ کړ.
زنکدن کې می مخ
واړوۍ قبلې ته
مخامخ می کيږدۍ
خپلې محبوبې ته
چيرې ليرې می د
غره لمن کې خښ کړۍ
مخ می تاو کړۍ
د شيرين اشنا کوڅې ته
دا د ارمانجن
تصور په خم کې هغه لمبيدلي بيتونه دي چې د ښاغلي بابرزي په زړه او ذهن يې په
لومړيو وختونو کې يرغل کړی و. په زنکدن کې قبلې ته مخ اړول او په همدې وخت کې د
محبوبې مخې ته د کيښودو ارمان هغه څه دي چې تل د پاکې مينې ښکارندوی کوي. دا هغه
نه شليدونکې اړيکه ده چې د ژوند تر پايه به د زړه په ژړغونو ګوټونو کې په يو نه يو
ډول پرته وي. او دا هغه احساس دی چې اظهارول يې د هر چا له وسی وتلې خبره ده.
بابرزي که له
يوې خوا په زړه کې د هيواد مينه پاللې نو له بل لورې يې د سمندر له څپو څخه د هغې
مينې وږمه هم حس کړې، چې له ده سره به د عمر تر پايه ملګرې وي.
بابرزي خپله
مينه هم په داسې هنري ټکو په خلکو پيژندلې چې که هر څوک يې د خپل ژوند له کږليچونو
سره تشبيح کړي نو په يوه رڼه هينداره کې به پکې خپل انځور وويني. او يوې خيالي نړۍ
ته يې له ځان سره يوسي چې دا په شعر کې يوازې د استادانو کار کيدای شي.
ما چې د کومې
جمعې ورځ ته خوشالي کړی ده
خدای په هغې ورځې
باران کړی دی
د جانان څنګ او
رنګ مې دواړه خوښ دي
ما يې يو يو پسی
ارمان کړی دی
بابرزي په دغه
بيتونو کې هغه الفاظ او شيبې رانغاړلي چې مونږ ورسره په ورځني ژوند کې هرومرو مخ
کيږو، او دا د هغې پښتنې مينې ښکارندوی هم کوي چې سپڅلتوب ،ريښتينولي او پښتونولي
په کې له ورايه چغې وهي.د جمعې ورځې ته خوشالي او بيا د باران مزاحمت .همدا رنګه د
محبوب څنګ او رنګ دواړه ښه وي خو د دغې دواړو پسی تل ارمان کول هم لويي اغيز کوي،
که څه هم دغه ارمان يو ډول کيف بخښونکی وي.
ښاغلی بابرزی
په دی اند دی چې هر شاعر بايد په خپله شاعرۍ کې له عاطفې ډک الفاظ راټول کړي، او
بيا يې د خپلې ټولنې پر وګړو پيرزو کړي.د نوموړي هغه شعر ډير خوښيږي چې له عاطفې
ډک احساس ته پکې ځای ورکړل شوی وي. نه يوازې د مشرانو شعر يې تږې ادبي ذوق خړوبوي
بلکې د ځوانو شاعرانو له ذهن څخه هم راټوکيدلي الفاظ يې د زړه او خيال په نړۍ ژور
اغيز ښيندي.
کله چې په شعر
کې ژور فکرونه او لوړ خيالونه غاړه غړۍ شي ،او بيا د عاطفې ،احساس او انځور په
عطرورينو وږمو ومينځل شي نو هر انسان له ځان سره يوې روماني نړۍ ته بيايي چې د
بابرزي د شعر يوه ځانګړنه همدا ګڼل کيږي.
يو ورځ به دی
سلام ته غرونه غرونه ټپې راوړم
د دی کلي ملنګ
ته به وريښمينې جامې راوړم
د تورې حجرې
ياره اوس می غم درسره نشته
يو غږ پر ما
راوکړه چې رڼا د ډيوې راوړم
همځولي
چينارونه به د زړه پورې رانيسم
د پورې غره
نښتر ته به د مينې شملې راوړم
د کلي ،غرونو
،چينارونو ،ټپو ملنګ ، حجره او د ډيوې رڼآ هغه نومونه دي چې زمونږ د ټولنې غوښنه
برخه جوړوي. او ډيرې وخت داسی فکر او ګومان کيږي چې دغه الفاظ او نومونه به د شعر
د ښکلا او سينګارولو په موخه دی رومانټيکې نړۍ ته راغلي وي. او بابرزي هم له دغو
الفاظو څخه په ډير ښه ځآيونو کې کار اخستی.
د ښاغلي شفيع
الله بابرزي د هنري جوهر ټول خواږه د رنجو غرونو په نوم يوه ټولګه کې پراته دي، چې
ټول مينه وال يې نه يوازې په ليکلي بڼه له شعر څخه برخمن دي بلکې يو شمير په هنر
ميينو سندرغاړو هم د نوموړي اشعار د موسيقۍ له تارونو سره داسی غاړه غړۍ کړي چې د
هر رباب ترنګ او د منګي له ټنګ سره يې د انسان په زړه کې هره څړيکه په نڅا راځي.او
د هر لوستي او نالوستي تر غوږو يې د بابرزي د زړه چاودون خبره په ډير خوندور انداز
ورسولې ده.
د ښاغلي بابرزي
پر اشعارو خبرې د هغه سمندر په څير دي چې پيل او پای يې نه ښکاري،که د هغه په
ژوند، اخلاقو ، او سادګۍ کتابونه هم ډک شي نو بيا به هم داسی تصور کيږي چې څه مو
پکې پريښي دي.
نو راځۍ چې د
هغه د اوږد ژوند او هغو ارمانونو د پوره کيدو له پاره لاسونه لپه کړو چې تل يې په
خپلو شعرونو کې ورته ځآی ورکړی.
د بابرزي
پوښتنه سمه له نږدی نه وکه
په ليرې ليرې
سلامو رانه ځآن مه خلاصوه.