سر نه دی

جګ چې نه وي، غر نه دی
سر چې ټيټ شي، سر نه دی

شکل پسې مه درومه
زېر چې شي، زبر نه دی

و نه خوري، څو غشي چې،
دا ټټر، ټټر نه دی

درد کښې ئې ،چې خوند نه وي
ټپ دی دا، پرهر نه دی

ته که په کښې ځان ساتې
کور دی بيا، سنګر نه دی

پام ، د مقتل لار ده، دا
هسې رهګذر نه دی

دې ته، مسيحا په کار
دا کار، د کوډ ګر نه دی

مه غواړه، پېزوان ترينه
پښ دی دا، زرګر نه دی

لاره چې له تا پوښتي
تېر ئې کړه، رهبر نه دی

زړۀ لرې مئينه ،خو
زړۀ دې، زړۀ ور نه دې

پېښور    ٢٨/١٠/٢٠١٣