
د ښار په یوه ګوټ کې
سمندر غاړی ته نږدی
د خلکو ګڼه ګوڼه ده
سمندر په غټو تيږو
خپله سینه سړه وي
اسمان وریځو رانیولې
ډلی ډلی مارغان تیریږي
دی یوې سوي ونې لاندی
یو بی کسه
مړی پروت دی
خلک تری چاپیر دي
وایي دا یو مساپر و
نقیب الرحمن لکڼوال