
یوه ورځ یو سړی په
منډه یوناني فیلسوف سقراط ته راغی او په بیړه یې خبره پیل کړه: غوږ ونیسه، زه باید
تاته یوه خبره وکړم، ستا ملګري په تا پسې ویل چې...
سقراط یې خبره ورپرې
کړه او ویې ویل: څه چې تا اوریدلې ایا په درې پروېزو دې چڼولي دي؟
سړی حیران شو، پوښتنه
یې وکړه: د څه درې پروېزي؟
هو درې پروېزي!
ـ لومړی د حقیقت پروېزی
دی، هغه څه چې تا اوریدلې ته پوره باوري یې چې دا رښتیا ده؟
ـ نه ما له بل چا نه
واوریدل خو ..
ـ ښه نو حتما دې له
دوهم پروېزي نه کار اخیستی چې د ښه والي پروېزی دی، هغه څه چې ته ما ته ویل غواړې،
کومه ښه خبره ده؟
ـ نه په اصل کې ښه
خبره نه ده، برعکس...
ـ ښه نو اوس به دریم
پروېزی راواخلو، دهغې خبرې کول ماته ضرور ده چې ته داسې په منډه راغلی یې؟
ـ خاصه ضروره خو نه
ده...
سقراط وخندل او ویې
ویل: هغه څه چې تا ماته غوښتل ووایې، نه رښتیا دي او نه هم ګټه لري، نو راځه چې
ورنه تېر شو او ښخ یې کړو، نه به ته پرې ځوریږې او نه هم زه.