له ځانه دسمو پوښتنو کول ژوند ته بدلون ورکولی شي

لیکوال: ارواهپوه ډاکتر دوریس وولف
ژباړه: زرمینه روهي

موږ ټول غواړو چې یو ښه او ارامه ژوند ولرو، د ژوند په ورستیو شېبو کې وویل شو، چې ما رښتیا هم ښه ژوند تیر کړی او خپلې ډیرې هیلې مې پوره کړي دي.
ډیرو انسانانو لپاره دا جملې یوازې یو خوب او هیله پاتې شي، د ژوند په ورستیو شېبو کې ډیر ارمانونه له ځان سره قبر ته یوسي، ایله هغه وخت پوه شي چې ډیر هغه څه چې دوی ته مهم وو ډير بې اهمیته وو، او هغه چې دوی ته هیڅ په نظر نه ورتلل د ژوند ډير مهم څه و. دوی دې خبرې ته پام  شي چې ژوند یې تل د نورو په خوښه کړی او خپل مهم هدفونه یې نورو ته قربان کړي نو ځکه هیڅکله هم د خپل ژوند مهمې موخې ته نه دي رسیدلي. دوی د نورو خلکو په خوښه ژوند کې دومره ډوب شوي وي چې خپل ځان او ژوند یې هیر کړی وي.
داسې خلک هم شته چې له ژوند نه خپل اهداف راباسي، له هغه نه یو منزل جوړ کړي، ځان ورورسوي او د ژوند په پای کې په ډیر ویاړ سره ویلی شي چې ما خپل ژوند په خپله خوښه تیر کړی او اوس په ارامه د مرګ غیږ ته ځان سپارلی شم.
دا خلک له نورو سره څه ټوپیر لري؟ یا داسې څه یې کړي چې له ژوند نه راضي دي؟
هغوی چې ښه او بریالی ژوند يې درلوده، د خپلو هیلو او غوښتنو پلټل پیل کوي. له ځانه پوښتي چې زه په ژوند کې څه تر لاسه کول غواړم؟
ـ زما لپاره څه مهم دي؟
ـ زه څنګه کولی شم چې د خپلو دوستانو او کورنۍ سره ښې اړیکې ولرم او وساتم؟
دوی د ژوند ټولو ښایسته اړخونو په اړه په پوره غور سره سوچ کوي، د خوښۍ لپاره یو دلیل پیدا کوي او هغه څه لپاره چې تر لاسه کړي یې دي منونکي  وي، د خپل ژوند، روغتیا او خوښۍ ذمه دار خپل ځان ګڼي او د یو پلان پر اساس خپل ژوند پر مخ بیايي.
 ماضي که هر څومره هم ترخه او تیاره وي، اجازه نه ورکوی چې په نن یې اغیزه ولري.
له ځانه پوښتنې کول د ښه ژوند کونجۍ دي. د ښه ژوند یو مهم شرط د ماضي زولنو ماتول دي او له  مترددو پوښتنو ځان لرې ساتل دي لکه: څه وکړم او څه نه، څه ډول ژوند کولی او څه ډول نه شم کولی، څه سم او ناسم دي، او داسې نور. مهمه دا ده چې له ځانه وپوښتۍ چې :
 ـ زه څه غواړم؟
 ـ زه څوک یم؟
 ـ ماته څه مهم دي؟
په لومړي ګام کې موږ باید پوه شو چې د ماضي کومې ترخې لا هم موږ بدرګه کوي، د موږ په ژوند لا هم اغیزه لري او موږ ته د ښه ژوند کولو خنډ ګرځي. موږ ته باید خپلې غوښتنې ، خپلې هیلې او ضرورتونه ښکاره وي، په دې ډول سره د ژوند مهمو پوښتنو سره مخ کیږو او د خپلو غوښتنو، هیلو، اړتیاوو او راتلونکې سره بوختیږو.
د سمو پوښتنو په مرسته موږ راتلونکې ته یو نوی سفر پیل کوو چې ډير مثبت بدلونونو د موږ په ژوند کې راوستی شي. د موږ ځوابونه په خپله یو پلان اویوه نوي نقشه ده.
دلته یو څو د ژوند په اړه پوښتنې دي، ښايي ستاسو ژوند کې هم د بدلون سبب شي.
ـ د ژوند منفي اړخ مو څه دی؟
همدې منفي اړخ ستاسو په روح، کار او شریک ژوند باندې څه ډول اثر پرېښی؟
د ژوند هر اړخ اکتسابي دی کله چې موږ ته تاوان رارسوي نو که هر څومره هم منفي وي د بدلولو وړتیا لري، ځکه چې د موږ سوچ،  ذهن تر تاثیر لاندې راولي.
ـ ایا دا احساس لری چې ژوند مو په خپل لاس کې دی؟
که چیرې فکر کوی چې نور خلک، قسمت، ماضي، ستوري او داسې نور ستاسو د ژوند پریکړې کوي نو خپل ځان بې وزله درته ښکاري او د ژوند لپاره له مبارزې نه لاس اخلی، نو ځکه ډیره مهمه ده چې موږ په خپل ځان ډاډه واوسو او د ژوند پریکړې په خپل واک کې ولرو، ناهیلۍ او ناچارۍ تر ټولو بد احساسونه دي چې د پرمختګ خنډ ګرځي.
ـ همدا اوس ولې او په کوم دلیل خوښ یاست؟
که چیرې ذهن ته مو هیڅ هم نه درځي نو په کوم چیز به تاسې ځان خوښ احساس کړی که چیرې د مثبت څه په لټه کې شی؟
خوښي یو ذهني قوت دی، کله چې موږ دې داسې یو څه په اړه سوچ کوو چې په ښه توګه تر سره شوی وي، کوم څه چې ښه او مثبت اړخ درلودلی وي نو ځان خوښ احساس و.
ـ د څه لپاره منونکي یو؟
که کوم څه مو ذهن ته نه راځي نو: د څه لپاره کیدای شي چې تاسې منونکی  واوسی؟
تاسې ته باید هر څه معلومداره نه اوسي،  داسې ډیرڅه شته چې د هغه لپاره منونکی اوسی او باید زده کړی چې منونکي واوسی.
ـ په ژوند کې مو تر ټولو مهم انسان څوک دی او څنګه کولی شی چې له هغه سره مو اړیکې نور هم ښې وساتی؟
دا پوښتنه تاسې دې ته رابولي چې له هغه انسان سره تر دې هم په  ښه ډول سره د اړیکې ساتنه او پالنه وکړی. شریک ژوند او یا هم د ښه دوست درلودل د یوه ګل په څیر دي، ساتنه او پالنه غواړي کنه ډير ژر به وچ او له منځه لاړ شي.
ـ که چیرې ستاسې د مرګ شېبه رانیږدې شوي وي نو تر ټولو به ډیر د څه ارمان وکړی چې په ژوند کې مو تر سره کړی نه دي، وایلای نه دي او یا لیدلې نه دي؟
دا پوښتنه تاسې دې ته هڅوي او سوچ ته مو اړ کوي چې په ژوند کې مو تر ټولو مهم څه دي؟
څه فکر کوی چې ستاسو ژوند به څومره بدل شي که چیرې ځان داسې عیار کړی او ووایی چې: زه دا کولی شم، زه په دې بریالی کیږم او زه به هرې ستونزې ته یو لار پیدا کړم.
دا ډول ډاډه خبرې تاسې دې ته لمسوي چې کله هم منفې څه ستاسو پر ژوند اثر وکړی نو تاسې ځان ته چانسونه او امکانات پیدا کړی شی. مثبت سوچ او په خپل ځان اعتبار تاسو ته له بریاوو ډک  ژوند کولو قدرت درکوي.
تل په یاد لری چې:
هغه روزنه چې موږ ته راکړل شوي یوازې د موږ شخصیت نه جوړوي بلکې مهمه دا ده چې څومره موږ له هغې روزنې نه ګټه اخیستي ده.