
د باج اخستلو نوي طريقه؛
د CryptoLocker په نوم يو نوی داسې انټرنيټي ويروس جوړ شوی، چې په نړيواله کچه يې پراخ بريدونه پيل کړي.
دغه ويروس يا د نښلونې په توګه او يا هم د ککړو سايټونو له لارې کمپيوټرونو ته ننوځي او هلته فايلونه ته داسې پټ نومونه ورکوي، چې تر اوسه يې پر پرانستلو څوک نه دي بريالي شوي.انټرنيټي غله بيا د ۲۰۰ تر ۳۰۰ ډالرو پورې له زيانمنو کسانو باج غواړي.
کارپوهان سپارښتنه کوي، چې دخپلو مهمو فايلونو کاپي شوې نسخې کوم بل ځای هم خوتدي کړی او د زيان په صورت کې دغه باج مه ورکوی، تر څو غله له خپلې کړنې لاس په سر شي.