
_ په يوګوسلاويا کې دپلازمېنې _ بلګراد ورځ ده.
_ په جامايکا کې داتلانو ورځ ده.
_ په1671 زکال کې په (( نوي فرانسه )) _ شمالي امريکا کې ټولو مجردانو ته ويل شوي و ، چې يوازې له فرانسوي نجونوسره به واده کوي.
_ په1944 زکال کې شوروي او يوګوسلاوي پارتيزانو دبلګراد ښار ازاد کړ.
_ په 1945 زکال کې دلومړي ځل لپاره په فرانسه کې ښځوته په ټاکنو کې د برخه اخيستو حق ورکړ شو.
_ په1993
زکال کې دهالينډ حکومت پربهرنيانو د نيشه يي توکو چرس او ماريجوناپرخرڅولو
باندې بنديز ولګولو لېکن هالېنډيانو لپاره دا بنديز موجود نه و . اوس مهال
دا بنديز هم نشته او دهالينډ دسګرټو په غرفو کې هم دچرسو اخيستل ممکن دي.
_ په1819 زکال کې سيدعلي محمدشيرازي ( باب ) زېږيدلی ، چې دبابيانو يا بهايي مذهب له بنسټ اېښودونکو څخه بلل کيږي .