
_ نن ورځ د بې وزلۍ سره دمبارزې نړيواله ورځ ده.
_ په1918 زکال کې هنګري له اطريش نه دخپلواکۍ د ترﻻسه کولو په موخه پاڅون وکړ او يوکال وروسته دمارچ په يوويشمه خپلواکه شو ؛
_ په1933زکال کې دامريکايي مجلې (( نيوز ويک )) لومړۍ ګڼه خپره شوه.
_ په1933زکال کې (( البرت انشتاين )) Albert Einstein دامريکا نيويارک ښار ته مهاجرشو . نوموړی دنازي جرمنيNazi Germany له ﻻسه مهاجرت ته اړ شو.
_ په 1968 زکال کې دچکوسلواکيا له جمهوريت نه د شوروي اتحاد دځواکونو دوتلو لړۍ پيل شوه .