د حافظې د کمزورۍ د مخنيوي په موخه، يو ډير په زړه پوری کشف شوی.

 په ۲۰۰۰ز کال کې د نوبل جايزې ګټونکي ډاکټر (( اريک کندل)) په يوه تازه څېړنه کې داسې کشف کړی، چې د حافظې د کمزورتيا او هيريدولو لامل يې موندلی.
نوموړی، چې د عقلي او عصبي ناروغيو متخصص دی وايي، پر هغو زاړو موږکانو، چې داييمي يې حافظه له لاسه ورکړي وې، ازموينه وکړې او ويې موندل، چې د حافظې د کمزورتيا لامل هغه څه نه دي، چې تر اوسه انګيرل کيده. دغه تازه څېړنه ښيي، چې د حافظې د کمزروتيا لامل الزهايمر نه دي بلکې، په مغزو کې د يو ځانګړي پروټين کموالی دی؛ دغه پروټين په مغزو کې دننه توليديږي او اوس پر دې باندې کار روان دي، چې د انسولين په څېر دغه پروټين هم په مصنوعي توګه توليد شي او بيا د انسان مغزو ته وردننه شي.
دغه نوي کشف شوي پروټين “RbAp48” نومول شوی او ۱۰ تر ۱۵ کلونو کې به يې د جوړيدو چارې او د انسان د دې ناروغۍ د درملنې طريقه په انسانانو کې هم تطبيق شي.