
_ په1542 زکال کې دمغول پاچا جلال الدين محمداکبرAkbar, Jellaladin Mahommed زېږيدلی.
_ په کال1814 زکې دروسيې نامتوشاعر(( ميخاييل لېرمنتوف )) Mikhail Lermontov زېږېدلی.
_ په کال 1880 زکې وروسته له 632 کلنودکولن ښارنامتوکليسا((دوم ))ودانۍ بشپړه شوه.
_ په1932 زکال کې دهنددالوتکو هوايي کمپنۍ (( اير انډيا)) Air India بنسټ کېښودل شو.
_ په کال1940 زکې دنامتوکميډين لوبغاړي (( چارلي چاپلېن ))Charlie Chaplin فلم (( لوی دېکتاتور)) The Great Dictator دسيمناپه پرده باندې وښودل شو.
_ په1961زکال کې په لندن کې دبشردحقوقو مدافع موسسه (( امنيستي انټرنېشنل )) بنست کېښودل شو.
_ په کال1962 ز کې ((دکيوباتوغنديزبحران )) پيل شو . دامريکااوپخواني شوروي اتحادترمنځ ډغرې له دې امله پيل شوې ، چې روسانوغوښتل په کيوباکې اټومي توغندي ځای پرځای کړې لېکن امريکايانوکيوباته دتلونکوروسي بېړيومخه ونيوه . نړۍ داټومي جګړې له ننګونوسره مخ وه . وروسته له 13 ورځوخبرواترو بحران ته دپای ټکی کېښودل شو اودواړو غاړو دبرياليتوب دعوا کوله .
_ په1990 زکال کې دپخواني شوروي وروستي جمهوررئيس ((ميخايل ګرباچوف ))Mikhail Gorbachev ته له دې امله دنوبل جايزه ورکړل شوه ، چې دنړيوال تاوتريخوالي په کمولو او ((ګلاسنوست )) دسياست په پلي کولو سره يې دسولې په راوستو کې خدمتونه ترسره کړي .