
زه به نو څنګه د
خپل خوږ زړګي ارمان ولیکم
په توتکیو که بلبلو
دا بیان ولیکم
ژبه خوږه ده هو منم
د شاعرۍ ژبه خو
په
کومه ژبه مې رقیب ته خپل جانان ولیکم
د خوشحال خان خبره
هیره له پښتونه ده اوس
هغه خبره به په
تندر داسمان ولیکم
زما زخمي وجدان خو
خلکو دا کیسه نه مني
چې د ډیورنډ په
کرښه نوم دپاکستان ولیکم
خاینه ولی دې ګلان
زما د خاورې خرڅ کړل
څنګه د بلخ په
باغیچو نوم د ایران ولیکم
بهیره لاړ به شمه
سپین کفن په غاړه درنه
خو په خپل قبر به
ارمان د هر افغان ولیکم
شاعر بهیر غورځنګ