شمالي ټلواله د پښتون غرقول غواړي

صمد افغان
نن (یکشنبه د ۱۳۹۲ کال د میزان میاشتې ۱۴مه) د را روان ۱۳۹۳ کال ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسه پای ته ورسېده، د روستيو راپورونو پر بناء ۱۹ کسانو ځانونه ولسمشرۍ څوکۍ لپاره نومولي، چې يو شمېر مطرحې څهرې لکه ډاکټراشرف غني احمدزی، قيوم کرزی، زلمی رسول، انورالحق احدي، استاد عبدالرب رسول سياف او ځینې نور دي، هر يو به د خپلو معاونينو تر څنګ خپل پلويانو سره يو ځای د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاين کوي او کوښښ به کوي، چې هر يو يې پدې ځغاسته کې لومړی مقام تر لاسه کړي.
که په رېښتني او شفاف ډول انتخابات ترسره شي جوته ده، چې ټول افغانان به يې په ورين تندي ومني او هر ټاکل شوی مشر به خپل مشر ومني، خو تېرو تجربو په ثبوت رسولې، چې زموږ دا ټاکنې به هم د درغليو خالي نه وي او حتماً به د کور دننه پلويانو ترڅنګ د کور بهر پلويان هم کوښښ وکړي ترڅو په جعلي رايو او کارتونو مشخص شوی نوماند بريالی کړي.
دا خبر د لمر په څير روښانه ده، د سيالۍ ګټلو په موخه به هر نوماند په ميليونونو ډالر مصرفوي او بيا به يې د همدې ملت له څټه باسي، تاسو به تېرې ټاکنې ليدلي وي، کله چې پايلې اعلان شوې، ډاکټر عبدالله عبدالله پايلې نه منلي او ويلي يې چې له ده سره په دې ځای کې زیاتی شوی او حقيقي رايې يې له اوسني جمهور رئيس څخه زياتې دي، په هغه وخت کې د ډاکټرعبدالله عبدالله پلويانو د يونيم ميليون جعلي کارتونو په کارولو سره غوښتل چې عبدالله د واک په ګډۍ کښېنوي، ولې بيا يې هم ونشو کولای، چې ۵۰+۱ رايه پوره کړي، همداء لامل شو، چې اوسنی ولسمشر حامدکرزی د سياليو بريالی لوبغاړی شو.
په هغه وخت کې د شمالي ټلوالې مشرانو او رهبرانو په قاطع ډول د ډاکټرعبدالله عبدالله ملاتړ وکړ، ولې دا چې د ولسمشر حامدکرزي په لومړۍ انتخابي دوره کې پښتون مېشته ولاياتونه د نن په پرتله نسبتاً ارام و، خلک رايې اچونې مرکزونو ته ولاړل او رايې استعمال کړي، ولې دا ځل خبر برعکس ده، د همدې ولسمشر له لوري په دوهمه انتخابي دوره کې بيا هم شمالي ټلواله د واک په ګډۍ کېښنول شوه او په داسې حساسو بستونو يې کارونه وکړل، چې په ښکاره ډول د پښتون قوم په له منځه وړلو کې يې رول ولوبوه.
په دوهمه انتخابي دوره کې سترجنرال بسم الله محمدي لومړی د کورنيو چارو اووروسته بيا د دفاع چارو د وزیر په صفت دنده ترسره کړه، پدې وخت کې د شمالي ټلوالې د رهبرۍ شورا مشر او نوم وتې څهرې محمدي د شمالي ټلوالې د تقويت لپاره ډېر کارونه ترسره کړل، عادي عسکر يې د ډګروالۍ، جنرالۍ، بريد جنرالۍ او تر نورو لوړو پوستونو ورسول، او هغه په وطن مين اشخاص، چې پښتانه و، تر ۴۰کالونو پورې يې زياتې تجربې درلودې، هغوئ يې پر کور کښېنول.
کله چې امرالله صالح د ملي امنيت رياست مشر و، هغه هم د شمالي ټلوالې د تقويت لپاره مخکښ رول ولوبو، هغه هم لکه د محمدي په شان ډېر واړه خلک لوړو بستونو ته ورسول، او که واړه هم ول د نورو قومونو په ځانګړي ډول د پښتون مشر په مقابل کې به يې صلاحيت او رول زيات و، اصلي لامل يې دا دی، چې دوی د پښتون قوم د مشر پر ځای د خپل قوم عادي شخص ته ترجيح ورکړې، هغه يې حمايه کړي او تر پایه يې هغه حمايه کړی.
اوس خبر په کوم لوري روانه ده؟
د تېرو ټاکنو له تجربو شمالي ټلوالې دا نتيجه اخيستي، چې هغه وخت بريالي کېدای شي، چې پښتون قوم ضعيف او ناتوانه کړي، دوی زړه تورن کړي، چې نه د رايو کارتونه واخلي او نه هم د رايې اچونې مرکزونو ته ولاړ شي، په هغه ځايونو کې چې دوی په امنتي ارګانونو کې خپل اشخاص لري، او ډېر ناامن دي، جعلي کارتونه د خپل نوماند په ګټه استعمال کړي، او ټوله شمالي ټواله په يو اواز د يو مشخص نوماند څخه ملاتړ وکړي، او وښايي خلکو ته چې زموږ نوماند په کارپوهه نوماند دی او کولای شي، چې ګران هېواد افغانستان له اوسنيو ستونزو څخه راوباسي، په عين وخت کې همداء نوماند به د پښتون قوم سره هم ګوري او دا ډاډ به ورکوي، چې په هر ډګر کې به د پښتون قوم تر څنګ ولاړ وي او ټولو افغانانو ته به يو شان حقوق ورکوي.
ستاسو په فکر که داسې وشي، نو د پښتنو راتلونکی به څه ډول وي؟
ای زړورو! قدرمنو! شملورو! سرښېدونکو مشرانو، کشرانو او همزولو! که چېرته د شمالي ټلوالې ياده لوبه بريالۍ شي، د پښتون قوم د سر سړي چې اوسمهال ګوتې په شمېر څو پاتې دی، دوی به هم له منځه ولاړ شي، د تل لپاره به همداسې په بدبختيو سر یو، په سوونو کالونو کې به بيا ونه توانېږو چې يو پښتون مشر ولرو، د خبرو کولو شخص ولرو، د تعليم بلې ډېوې ولرو، پرمختګ وګورو او پښتون ته په درنه سترګه کتل به له منځه ولاړ شي.
نو پکار ده چې، ټول پښتانه يو موټی شي، د رايې اچونې په اهميت، کور، کلي، قوم، ولسوالۍ او ولاياتونو کې عامه پوهاوی وکړي، خلک وهڅوي، چې د رايې اچونې کارتونه واخلي او د يو قوي پښتون نوماند څخه ملاتړ وکړي او خپل تاريخ د تل لپاره ژوندی وساتي.