غزل


-----

سترګو کښې ئې ښکاري د بل چا سترګې
ځکه پټوي رانه ، نن بيا سترګې
اورم ئې دروغ، همېش په دې هيله
کله خو به ووائي ، رښتيا سترګې
راشه چې کيسه داسې، اسانه کړو
تۀ سترګې زما شه، زۀ به ستا سترګې
ورځ وي که ماښام، ما ته هېڅ فرق نه که
ووينم چې تا، شي مې رڼا سترګې
يو ديدن به وکړي ،بيا به لاړې شي
نه دي دا د شېخ او د ملا سترګې
زۀ خپله ښکلا او خپل ښائست لرم
غواړم د درخو، نه د ليلا سترګې
ګوره چې غلط نه شې ( مئينه ) پرې
دا چې ساده ښکاري، دي بلا سترګې


پېښور    ٦/١٠/٢٠١٣٢