طالبان کلتوري پولو ته درناوی نه لري

عجب خان اپريدی دپېښور په سيمه کې دانګرېزانو څخه دازادۍ وتلې څېره وه٠ پښتانه لا څه چې انګریز واکمنان هم ورته په احترام قايل دي٠ لامل يې څه وو؟
هو دازادۍ په جنګ عجب خان اړ شو چې په انګريز واکمنان لا زیات خپه کړي٠ نو دکوهاټ ضلع دیو لوړ رتبه قوماندان لور يې وتښتوله٠ موخه يې داوه چې ددې لارې انګرېزان اړ کړي ٠ او دپښتونو دسيمو څخه ووزي٠ نومړې ميمه ډېره موده دعجب خان اپريدي په بند کې وه٠ مګر کله چې له بنده راخلاصه شوه نو دعجب خان اپریدي کلکه ملاتړې شوه٠ چې لامل يې دعجب خان پښتونولی، اوپتمنتيا وه٠ چې نوموړې انګرېزی پرې وار په وار اعتراف کړې دی٠
مګر دامهال چې طالبانو کوم حالت اختيار کړی دی٠ نه پوهېږم چې نوم ورکړم٠ دخارجي مرستندویه ټولنو دښځينه او نارینه کارکونکو سربېره ځوانان ، زاړه ، مولويان، قاضیان، انجينران، ډاکتران، ژورنالستان، معلمان،او حتی هره طبقه دوۍ موخه ده٠
او کله چې څوک دېوې لارې څخه ددوۍ له بنده ازاد شوی ددوۍ پر خلاف خپله مبارزه لا پسې تو نده کړې ده٠ دوۍ چې د بنديانو سره کومه وضعه کوی خدای شته دانسان غونی ځيږ شي٠ ځکه د یو بندی په مخکې دبل نه سر غوڅول، حلالول، په ګولیو ویشتل٠ چې دا هردصله رحمۍ،عاطفې او احلاقو څخه لېري دي٠ ددوۍ ددغسې اعملو له وېرې ډېرې افغانان هېواد پرېښودلو ته اړ شوی دي٠ ځکه څوک دولت سره په هېڅ پوست وظېفه نه شي اجرا کولی٠ پوليس ، زباړن، اوعسکر ددوۍ په نزد په څلور مذهبه کافر دی٠ ددوۍ موخه ده ٠ چې خلک بېکاره شي٠او سوال ته کيني٠ مګر داټولوديني اخلاقي پولو لرې ده٠ دوۍ یو کارکونکې بندې کړې بېا ورته کلاشینکوف ونيسي که خارجی يا داخلي دوۍ ورباندې په زور یو فلم په بد حالت ډک کړي٠ چې له امله يې دخلکو کينه نوره هم زياته شي٠ باید قضاوت وشي ٠ چې یو داکتر يا انجنير په يو وېډیو دولت خپله پرېکه بدلوي٠ نه هيڅکله نه٠
پاتې شو افغان بېچاره دهغه خو وينه مباح ده د نېولو سره سم ېې وژني٠ دا چې داسلام اساس په مخبت، صله رحمۍ او عاطفې ولاړ دی٠ نو لرې نه ده چې ووایو طالبان هېڅ ډول رڼه پاليسي نه لري٠ او نه کومو ځانګړو پولو ته احترام لري